کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د انټرنېټ ٣٢مه کليزه، لا هم ميليونونه ځوانان له انټرنېټ نه محرومه دي
انټرنېټ

د انټرنېټ ٣٢مه کليزه، لا هم ميليونونه ځوانان له انټرنېټ نه محرومه دي

انټرنېټ چې د خلکو ژوند ته راغلى دى ٣٢ کاله يې پوره شو، خو نن هم د ځوانانو يوه لويه برخه د انټرنېټ څخه محرومه ده او لاسرسى ورته نه لري.

د برېتانيې ورځپاڼې ګارډين د انټرنېټ د ٣٢ کلنې کليزې په ورځ د انټرنېټ د بنسټګر ټام برنرز لي يو خط خپور کړى دى، چې پکې ويل شوي دي، چې ځوانانو ته د انټرنېټ ته د لاسرسي اسانتياوې رامنځته شي، په ځانګړې توګه هغه ځوانان چې عمرونه يې له ١٥ څخه تر ٢٤ کلونو پورې دي او انټرنېټ ته لاسرسى نه لري.

ټام برنرز وايي، چې د ځوانانو اغېز د انټرنېټ تر څنګ د دوى په ټولنه کې هم ليدل کېږي، خو ډېرى داسې ځوانان دي چې انټرنېټ ته د لاسرسي نه لرلو له امله د خپلو فکرونو او وړتياو خپرولو څخه بې برخې دي.

د انټرنېټ بنسټګر ټام برنرز لي وايي، چې ډېر ځوانان د ډيوايسونو يا غوره کنيکشن نه لرلو له امله د وېبپاڼو څخه په پوره ډول ګټه نه شي اخيستلى.

ټام برنرز لي
ټام برنرز لي؛ د انټرنېټ بنسټګر

ټام برنرز په خپل خط کې ليکي، چې ٢ ميليارده او ٢٠٠ ميليونه ځوانان داسې دي، چې د انټرنېټ د ښو اسانتياو نه لرلو له امله د کورونا په دې حالاتو کې د انلاين زده کړو څخه بې برخې شو، خو ډېرو بيا د انټرنېټ په مرسته خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.

د هغه په فکر، که په ټوله نړۍ کې ځوانانو ته انټرنېټ ته لاسرسى پېدا کړاى شي، نو دا به ډېر ګټور وي.

د ټام برنرز لي د اندازې له مخې، په راتلونکو لس کلونو کې چې هر يو کس ته د براډبېنډ کنيکشن ورسول شي، نو په دې باندې به څلور ټريليونه ډالر مصارف راشي.

د کورونا وبا پر مهال د دې احساس بېخي ډېر شو، چې بايد ځوانانو ته د انټرنېټ ته لاسرسي اسانتيا ورکړل شي، تر څو په انلاين بڼه د زده کړې ترلاسه کولو پر وړاندې کوم خنډ ورته جوړ نه شي.

د کرنټين پر مهال چې پوهنتونونه او ښوونځي وتړل شول، نو ډېرى زده کړيالانو د انټرنېټ يا کمپيوټر د نه شتون له امله زده کړې ونه کړاى شوې.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …