کورپاڼه / جالب / د نړۍ جالبه سیالي چې ښځې خپل خاوندان په شا کوي او منډې وهي

د نړۍ جالبه سیالي چې ښځې خپل خاوندان په شا کوي او منډې وهي

له نیپال څخه په یوه خپره شوې ویډیو کې لېدل کېږي، چې میرمنې خپل مېړونه یا خاوندان په شا کوي او په همدې ډول سره سیالي کوي، خو د میرمنو دې کار یو داسې سبب درلود چې په اورېدو به یې ستاینه وکړئ.

د انډیا ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه سیالۍ د دیوګټ د کلي د شورا له لورې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د مارچ په اتمه نیټه په لاره اچول شوې وې او موخه یې دا وه چې د جنسیت مساواتو ته وده ورکړي.

ویل کېږي چې د ښځو دغه سیالي د یوه ښوونځي په میدان کې په لار اچول شوې وې، چې تر سلو میترو پورې منډه ور پکې ټاکل شوې او شپاړس جوړو پکې برخه اخیستې وه.

په منډه کې برخه اخیستونکې پاشوپتي شریستا په نوم یوه میرمن وایي، چې دې هم خپل خاوند په شا کړی او د منډې په دې سیالۍ کې یې برخه اخیستې وه او موخه یې دا نه وه چې لومړۍ پوزیشن دې خپل کړي، خو خوښي څرګنده کړې چې له وړاندې میرمنو ته ډېر احترام او عزت ورکول کېږي.

دا هم ولولئ

د الوتکې په څېر لاسي بکس؛ له الوتکې یې قیمت لوړ دی

یو امریکایي ډیزاینر یا ډیزاین کوونکي له پوستکي څخه یو داسې لاسي بکس جوړ کړی، …