د وي او اې پښتو برخې ايډيټر او خبريال او د کرکټ شنونکي جعفر هاند الراونډر لوبغاړي شاهدالله کمال ته د توپ اچونې نه ورکولو له امله په کپتان اصغر افغان او د ټيم په منيجمنټ نيوکې کړې دي.
نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه کې يوه ټوکه هم ليکلې ده او ليکلي يې دي، چې ((شاهد کمال له زمبابوې سره د ټېسټ په روانې لوبې کې څه کاره دى؟.))
نوموړى د خپل پوسټ په يوه برخه کې ليکي: ((کپتان او روزونکي ترې څه غواړي؟ ايا د يو بيخي نوي ځوان الراونډر لوبغاړي سره دا ډول چلند مسلکي دى؟ ايا داسې لوبغاړو ته داسې چانس ورکول عدالت او انصاف دى؟، ايا شاهد کمال د دغه ټيم برخه نه ده؟ ايا هغه په دغه ټيم کې يو ضمني لوبغاړى دى؟.))
جعفر هاند مخکې ليکي: ((شاهد کمال په کورنيو سیالیو او فرسټ کلاس لوبو کې پوره باولینګ کړی دی. دا به راته نه وایاست چې حمزه هوتګ و، نو ځکه بل چپ لاسي ورو توپ اچوونکيته ضرورت ته نه و. بیخي ضرورت یې و:
دا هلک به زړور شوی و، نوې تجربې به یې ترلاسه کړې وای، په ځان او استعداد به یې باور نور هم زیاتېده او د کمترۍ او بې کسۍ احساس به نه کېده. بله خبره دا وه چې حمزه هوتګ او راشد خان هم دمې ته ضرورت درلوده!
اوس تاسو راته ووایاست: پوهه، تخنیک، استعداد، ځواني او فټنس مهم دي، که شناخت او واسطه؟))
د يادولو وړ ده چې شاهدالله کمال ته په توپوهنه کې چانس ونه رسېد او په توپ اچونه کې په لومړي اننګز کې هغه هېڅ توپ اچونې ته رانه وستل شو، خو په دويم اننګز کې بيا هغه ته يو اور ورکړل شو، په داسې حال کې چې جاوېد احمدي چې الراونډر هم نه دى، هغه ډېره توپ اچونه ترسره کړه او په خپله اصغر افغان هم توپ اچونه وکړه.
په ټولنيزو رسنيو کې له جعفر هاند پرته هم ډېرو کسانو په کپتان اصغر افغان نيوکې کړې دي، چې شاهدالله کمال په دغه ټېسټ لوبه کې د څه لپاره لوبېږي او ولې ورته توپ اچونه نه ورکول کېږي.