کورپاڼه / روغتيا / د زېرې یا زڼکیو د اوبو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د زېرې یا زڼکیو د اوبو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

زېره یا زڼکۍ د میکروبونو څخه د ژغورلو لپاره په طبیعي ډول انټي اکساید لري، چې دغه انټي اکساید د انټي بکټریل او انټي سیپټيک په نومونو سره هم یادېږي، چې د خېټې د ډېرو ستونزو مخه نیسي، د هضم مرحله ښه کوي، زړه بدوالی او د قبض په څېر د ستونزو مخنیوی کوي.

روغتیایي کارکوونکي وایي، که چېرته د ورځې پیل د زڼکیو په اوبو سره وشي، نو مجموعي روغتیا ته ګټور تمامېږي او د بېلابېلو روغتیایي ستونزو لپاره د طبیعي درملو په څېر کار ورکوي، نو راځئ چې د زڼکیو هغه حیرانوونکې ګټې ولولو چې د روغتیایي کارپوهانو لخوا په ګوته شوي.

د خېټې اړوند ستونزې حل کوي:

د زڼکیو اوبه د معدې د تېزابیت په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي او د بدهضمۍ ستونزئ حلوي، دغه راز د خېټې د درد لپاره ګټور وي، کولمې پاکوي او د هضم سیستم پیاوړتیا ورکوي.

دفاعي سیستم پیاوړی کوي:

زڼکۍ د اوسپنې او فایبرو یوه غوره سرچینه ده، نو که چېرته غواړئ چې دفاعي سیستم پیاوړی وي، چې بیا د ناروغیو په وړاندې مقابله کوي او د ناروغ کېدو امکان کموي.

د وینې فشار برابروي:

د زڼکیو په اوبو کې د پوتاشیمو اندازه ډېره وي او پوتاشیم ډېر مهم غذایي توکی دی، چې د بدن فعالیتونه ور پورې اړه لري، د مالګې منفي اغېزې برابروي او د وینې فشار کنټرولوي.

د ځیګر لپاره ګټور وي:

زڼکۍ ازاد راډیکلونه د پخپلو پیاوړو وړتیاوو په سبب له زیان رسونې څخه غورځوي، په زڼکیو کې داسې مرکبونه وي چې ځیګر ته ځواک ور په برخه کوي، چې بیا د سرطاني ناروغیو په مخنیوي کې ګټور تمامېږي.

د ځوانکو درملنه کوي:

د زڼکیو اوبه د ځوانکو په څېر د ستونزو مخنیوی کوي، ځکه چې زڼکۍ د بکتریاوو ضد خاصیت لري او په همدې سبب پوستکی ته ښکلا ور په برخه کوي.

د زڼکیو د اوبو د جوړولو طریقه:

په یوه پیاله اوبو کې یوه کاچوغه زڼکۍ واچوئ، نری اور به ورپسې بل کړئ، کله چې لږ په جوش راغلې نو له اور به یې ښکته او لږ غوندې سړې کړئ او بیابه یې وڅښئ.

دا هم ولولئ

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان …