کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / له ځمکې لویه سیاره موندل شوې، خو پنځه کاله وروسته پکې څه بدلون راغلی؟

له ځمکې لویه سیاره موندل شوې، خو پنځه کاله وروسته پکې څه بدلون راغلی؟

په ۲۰۱۵ کال کې هغه موندل شوې سیاره چې زموږ ځمکې ته ورته وه، د ناسا ساینسپوهانو یې په اړه حیرانوونکې موندنې کړي دي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه سیاره (GJ 1132) نومېږي چې زموږ د لمریز نظام څخه د باندې ده او زموږ له ځمکې یو نیم برابر غټه ده، فضاء یې زموږ د ځمکې په څېر ده او عمر، کثافت او چاپیریالي فشار یې هم زموږ د ځمکې په څېر ده.

د ناسا ساینسپوهان وایي، چې دغه سیاره تر زرګونو کلونو پورې خپل لمریز ته نږدې تاوېده، چې په همدې سبب یې فضاء هم له منځه تللې، خو یو ځل بیا یې فضاء رامنځته کېدونکې ده.

ساینسپوهان وایي، چې ددغې سیارې سطحه د ګازونو څخه جوړه شوې، چې اوبه، هایدروجن او میتان ګاز لري یاهم د همدې شیانو ترکیب دی.

په دې څېړنه کې شامل ساینسپوه ډاکتر جان سودورت وایي، که څه هم ددغې سیارې اتموسفیر زموږ د ځمکې په څېر دی، خو د تودوخې درجه یې بیا د ۳۷۰ په شاوخوا کې ده، چې په همدې سبب ور پکې انسان ژوند ناشونی دی، خو ددغې په اتموسفیر کې د اوبو موندنه زموږ له لمریز نظام څخه د باندې د ژوند په لټون کې یوه هڅوونکې قدم ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …