کورپاڼه / اسلام / د سهار او ماښام ترټولو غوره استغفار چې جنت د تګ سبب کېږي

د سهار او ماښام ترټولو غوره استغفار چې جنت د تګ سبب کېږي

استغفار رجوع کولو ته وایي، یعنې د استغفار مانا الله تعالی ته رجوع کول او ورڅخه د خپلو ګناهونو بخښنه غوښتل دی، د استغفار د ګټو په اړه راځي، چې ګناهونه پرې بخښل کېږي، هغه کوم چې ډېر استغفار کوي بارانونه به پرې ډېر کېږي، په مالونو کې برکت اچوي، په اولادونو کې برکت اچوي او د باران په سبب به سیمه شنه شه.

حضرت شداد بن اوس رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی علیه وسلم فرمایي، چې ترټولو غوره او افضل استغفار دا دی چې ووایئ: (اَللّٰہُمَّ اَنْتَ رَبِّیْ لَآ اِلٰهَ اِلَّآ اَنْتَ خَلَقْتَنِیْ وَ اَنَا عَبْدُکَ وَ اَنَا عَلٰی عَھْدِکَ وَ وَعْدِکَ مَا اسْتَطَعْتُ اَعُوْذُبِکَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ اَبُوْئُ لَکَ بِنِعْمَتِکَ عَلَیَّ وَ اَبُوْ ئُ بِذَنْبِیْ فَاغْفِرْ لِیْ فَاِنَّه’ لاَ ےَغْفِرُ الذُّنُوْبَ اِلَّآ اَنْت)

ژباړه: ای الله! ته زموږ رب یې، له تا پرته بل معبود نشته، تا زه پیدا کړی یم او زه ستا بنده یم او زه تاسره په کړو وعدو باندې ولاړ یم، د خپل ځواک مطابق ستا پناه غواړم له هغه بدو کارونو له وبال څخه چې ما نه دي کړي، زه اقرار کوم چې تا پر ما کوم احسان کړی او زه اعتراف کوم پخپلو ګناهونو سره، نو زما ګناهونه وبخښه ځکه چې له تا پرته د ګناه معاف کوونکی نشته.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چا چې دغه کلمات په پوره یقین او باور سره د ورځې پرمهال ولوستل او له ماښام مخکې وفات شو نو هغه به جنتي وي او چا چې د شپې پرمهال دغه کلمات په پوره یقین او باور ولوستل او له سهار کېدو دمخه مړ شو، نو دا هم جنتی دی.

دا هم ولولئ

آیا د النصر سورت له معجزو خبر یاست؟

قرانکریم د انسانانو یا بشریت د لارښوونې لپاره د الله تعالی له لورې پر حضرت …