کورپاڼه / روغتيا / تیتانوس څه شی او نښې، نښانې یې کومې دي؟

تیتانوس څه شی او نښې، نښانې یې کومې دي؟

تیتانوس ځیني وختونه د مرکزي عصبي سیستم خطرناکه ناروغي ګڼل کېږي، چې د تیتانوس په نوم له بکټریا څخه رامنځته کېږي او په عام ډول د انسان بدن ته د زخمونو یا ټپونو له لارې داخلېږي. دغه بکټریا په خاورو او خځلو کې وي او د انسان په کولمو او نورو برخو کې هم موندل کېږي.

تیتانوس تر ډېره په ګرمو ځایونو او ګرمو میاشتو کې وي او په امریکا د ډېرو زیاتو واکسینو په کولو سره اوسمهال د نشت برابر دی، دلته یو پوښتنه راپیدا کېږي چې تیتانوس څنګه رامنځته کېږي؟

د تیتانوس بکټریا د کلوسټریډیم ټیټاني د زهرو په سبب رامنځته کېږي، خو ساری نه دی، یعنې دغه ناروغي له یو شخص څخه بل شخص ته سرایت نه کوي، بلکې دغه ناروغي په هغه کسانو کې پیدا کېږي چې پوستکی یې زخمي شي او په وروسته پاتې هیوادونو کې د شېدو خوړونکو ماشومانو پر نو باندې په لګېدلي نل کې هم موندل کېږي، دغه راز په هغه ځایونو کې هم وي چېرته چې د تیتانوس واکسین شتون ونه لري او په هغه ځایونو کې هم موندل کېږي چې والدین خپلو ماشومانو ته پاملرنه نه کوي.

په تیتانوس د اخته کېدو په صورت کې له دریو څخه تر یوویشت ورځو پورې یې نښې، نښانې څرګندېږي او په نوو زېږېدلو ماشومانو کې بیا له دریو ورځو تر دوو اوونیو پورې ښکاره کېږي.

د تیتانوس نښې نښانې:

  • د ژامو سختېدل

  • د خېټې او عضلو سختوالی

  • د مخ د عضلو شخوالی

  • د نبض تېزوالی

  • تبه

  • ډېره خوله

  • د خوراکي توکو په تېرولو کې ستونزه

دا هم ولولئ

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان …