کورپاڼه / جالب / کله چې د مور او پلار یواځیني زوي د ډي این ای معاینه وکړه، نو معلومه شوه چې یو دیرش خویندې او ورونه لري

کله چې د مور او پلار یواځیني زوي د ډي این ای معاینه وکړه، نو معلومه شوه چې یو دیرش خویندې او ورونه لري

په انګلیستان کې یو ځوان د خپلې شجرې یا نسب په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د ډي این ای معاینه کړې، دغه ځوان د خپلې مور یواځینی زوی دی خو کله چې یې د ډي این ای معاینه وکړه، نو ډېره حیرانوونکې پایله یې ترلاسه کړه.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې د نبیل ټوری په نوم یو شخص په دې پوه شو، چې پلار یې یو داسې شخص و چې نطفه یې دده مور ته وربخښلې وه او دیرش نور اولادونه هم لري، خو د نبیل والدینو بیا ده ته ویلي ول چې نوموړی له یوې مرسته شوې نطفې څخه زېږېدلی دی، خو د مرسته کوونکي په اړه یې ورته هیڅ معلومات نه ول، یوازې دومره یې ورته ویلي ول چې مرسته کوونکی به د انګلیستان یا فرانسې له نسل څخه وي.

نبیل غوښتل چې د خپل نسل په اړه معلومات ترلاسه کړي او د خپلې ډي این ای د معاینه کولو پرېکړه یې وکړه او له مور او پلار سره یې وعده وکړه چې د معایناتو پایله به یې په اړیکه او کورنۍ اغېزې ونه غورځوي او له دوی سره به اوسېږي.

شپږ ویشت کلن نبیل پخپل ټیک ټاک اکونټ ویلي، چې د ډي این ای د معاینې مطابق نوموړی ۶۰ سلنه عربي، ۱۶ سلنه ایرلینډی، لږ غوندې انګلیستانی او لږ غوندې فرانسوي دی او کله یې چې د پلار په اړه په ګوګل کې پلټون وکړه، نو هغه شخص یو داسې تصویر یې راپیدا کړ چې مکسیکو یې له ډېرو بچیانو سره اخیستی و، په تصویر کې ښکارېدونکي ټول ماشومان د نبیل خویندې او ورونه ول، چې د بېلابېلو میندو زېږېدلي ول، نبیل له څېړنې دغه پایله ترلاسه کړه چې نوموړی اوسمهال په نړۍ کې یو دیرش خویندې او ورونه لري او دا ور پکې په دویم نمبر مشر دی.

دا هم ولولئ

آیا د بوټو او نباتاتو د ساه اخیستلو غږ اورېدلی شو؟

آیا د بوټو یا نباتاتو د ساه اخیستلو آواز یا غږ اورېدلی شئ؟ که چېرته …