کورپاڼه / هنر او کلتور / ارشد وارثي: فلمي نړۍ کې ځانته ځاى جوړول ډېر ګران کار دى
ارشد وارثي

ارشد وارثي: فلمي نړۍ کې ځانته ځاى جوړول ډېر ګران کار دى

د هندي فلمونو مشهور اداکار ارشد وارثي د فلمي نړۍ په اړه په خپله تجربه کې وايي، چې نور هنرمندان د فلم د ثبت پر مهال د ګډوډۍ له امله پرېشانه کېږي، خو زما لپاره هر څه سم دي.

نوموړى په خپله يوه وېنا کې وايي، چې هېڅ داسې خاص څه نشته چې زه ترې په تنګ شم، يو متل دى، چې وايي، اداکار ته پېسې د انتظار ورکول کېږي، اداکاري هغه څوک کوي چې د هغه خوښېږي.

ارشد وارثي زياتوي، چې د فلم د ثبت پر مهال لېونتوب او ګډوډي زما خوښېږي، نور خلک په داسې وخت کې پرېشانه کېږي خو زما لپاره هر څه ښه وي.

نوموړى زياتوي، چې زه له دې حالت څخه خوند اخلم، زه داسې هېڅ نه لرم چې د فلمونو پر ضد يې ووايم. هغه وايي چې په فلمي نړۍ کې ځانته ځاى جوړول ډېر ګران کار دى.

ارشد وارثي وايي، چې زما مازغه ډېر کوچني دي او په هغې کې د بدلون نور هېڅ ځاى نشته.

د يادولو وړ ده چې ارشد وارثي په ډېرو مشهورو او کاميابو فلمونو کې کار کړى دى، خو له سنجي دت سره په منا بهايي فلمونو کې په کار کولو سره هغه ډېر زيات شهرت ترلاسه کړ. نوموړى په کوميډي فلمونو کې ډېر کامياب شوى دى.

دا هم ولولئ

۸۳ فلم

د ۱۹۸۳ کال په نړیوال جام جوړ شوي فلم (۸۳) ټرېلر خپور شو

د هندي سینما د مشهورو اداکارانو رنویر سینګ او دپیکا پاډوکون راتلونکي فلم (۸۳) ټریلر …