کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د مارچ په یوویشتمه (۲۱) نیټه به له ځمکې څخه د روان کال ترټولو لویه سیاره تېره شي

د مارچ په یوویشتمه (۲۱) نیټه به له ځمکې څخه د روان کال ترټولو لویه سیاره تېره شي

د امریکا فضایي څېړنیزه اداره ناسا وایي، چې د روان کال د مارچ په یوویشتمه نیټه د یکشنبې په ورځ به د ۹۱۵ میتره د قطر په درلودلو سره یوه سیاره له ځمکې څخه د دوه میلونو کیلومیترو په لېرې والي سره تېره شي.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه سیاره ګۍ (2001 FO32) به د یکشنبې پر ورځ د ځمکې ترڅنګ تېره شي، هوا بازان به یې له نږدې څخه ولېدلی شي او دغه سیاره ګۍ به د روان کال ترټولو غټه سیاره ګۍ وي چې له ځمکې به دوه میلونه کیلومیتره لېرې تېره شي.

ناسا ادعا لري چې ددې سیارې شل برابره غټې یاهم له دې څخه د پنځه نوي سلنو غټو سیارو نوملړ یې تیار کړی تر راتلوونکې پېړۍ پورې به له ځمکې سره نه جنګېږي.

د ناسا اداره وایي چې دغه سیاره ګۍ د یو لکو څلرویشت زره کیلو میترو په ساعت کې رفتار لري، چې د سیارو له عمومي سرعت څخه ډېر او دغه سیاره شل کاله دمخه موندل شوې وه.

بله خوا له ځمکې څخه د تېرېدونکو فضایي توکو د څېړونکو اداره مشر پاول چوډاز وایي، کله چې دغه سیاره له ځمکې تېرېږي نو ټول هغه څه چې په اسمان کې دي په څرګند ډول به ښکاره کېږي، خو که څه هم د ځمکې او سیارې ترمنځ فاصله ډېره ده خو خطرناکه یې ګڼلی شو.

ناسا وایي، چې له دومره نږدې تېرېدونکې سیارې له سطحې به د لمر د وړانګو له منعکس کولو ډېر معلومات ترلاسه کړي. په دې اړه د ناسا ساینسپوهان زیاتوي، چې د لمر وړانګې د سیاره ګۍ د سطحې سره د لګېدو په صورت کې به په تیږو کې موجود منرالونه جذب کړي او منعکس به یې کړي او د منعکس شوو وړانګو له څېړلو وروسته به یې په معدنياتو کې د موجودو کیمکلو په اړه معلومات ترلاسه شي.

دا هم ولولئ

د انسان سترګه

دا د انسان سترګه نه، بلکې نوې اختراع ده

د جرمني اوسېدونکو د اى ټي انجنيرانو يوه داسې وېب کېمره جوړه کړې ده، چې …