کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ په نن سبا کې د زمبابوې پر وړاندې شل اوريزه لوبډله اعلانوي، څوک پکې غواړئ؟
راشد خان او اصغر افغان

کرکټ بورډ په نن سبا کې د زمبابوې پر وړاندې شل اوريزه لوبډله اعلانوي، څوک پکې غواړئ؟

د افغانستان کرکټ بورډ يوې سرچينې ويلي دي، چې نن يا سبا به د زمبابوې پر وړاندې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شي.

نن د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دويمې ټېسټ لوبې وروستۍ ورځ ده، چې ډېر احتمال شته افغانستان په لوړ توپير په دې لوبه کې بريا خپله کړي.

بلخوا بيا د شل اوريزو لوبو لپاره نن يا سبا کې لوبډله اعلانېږي، چې ويل کېږي يو شمېر لوبغاړي مخکې له مخکې متحده عربي اماراتو ته رسېدلي دي.

محمد نبي، رحمان الله ګربز او ځينې نور لوبغاړي په متحده عربي اماراتو کې دي، چې ويل کېږي په شل اوريزه لوبډله کې به شامل وي، بلخوا د ځينو لوبغاړو وېزې نه دي راغلي او له امله به يې د ټېسټ لوبډلې څخه ورته لوبغاړي غوره شي.

همدا راز ورو توپ اچونکى قېس احمد چې د ايرلېنډ پر وړاندې يې لومړۍ لوبې ترسره کړې وې، ښه ځلېدلى و، خو نوموړى په جلال اباد کې ده او داسې ويل کېږي چې ښايي هغه په لوبډله کې نه وي شامل.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به لومړۍ شل اوريزه لوبه د مارچ په ١٧مه، دويمه د مارچ په ١٩مه او دريمه د مارچ په ٢٠مه نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …