سمندري پتنګ د خپلو وزرونو په ډول سره د بدني غړو په مرسته په سمندر کې الوتنه کوي، ویل کېږي چې سمندري پتنګان په حقیقت کې ګونګیان وي او د هر نسل د الوتنې ډول یې له یو بل سره توپیر لري.
دغه کوچني او ګونګي سمندري مخلوقات د ښکار څخه د ځان د ژغورلو لپاره د شپې پر وخت د اوبو سطحې ته راځي او ورځې پرمهال بېرته د سمندر ژورو ته ښکته کېږي، چې همدغه ځای کې پوښتنه راولاړېږي، چې دغه کوچني مخلوقات د سمندر له ژورو د اوبو سطحې او بیا بېرته د سمندر ژورو ته څنګه ستنېږي؟ دا پوښتنه تقریباً معما ده ځکه چې دغه مخلوق د انسان په قید کې یوازې تر دوو ورځو پورې ژوندی پاتې کېږي.
د یوې ویډیو له مخې څېړونکو موندلې چې د کمزورو وزرونو لرونکې مخلوق د خپلو وزرونو په شکل او جوړښت پورې اړه لري، چې په همدې سبب له مختلفو زاویو او سرعت سره حرکت کوي او د سمندر ژورو ته ښکته کېږي یاهم د اوبو سطحې ته راپورته کېږي.