کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سچن ټنډولکر ٦٠ (٣٧) او يوراج سينګ ٥٢ (٢٢) اوس هم تر ډېرو ځوانو لوبغاړو تکړه دي
سچن ټنډولکر او يوراج سينګ

سچن ټنډولکر ٦٠ (٣٧) او يوراج سينګ ٥٢ (٢٢) اوس هم تر ډېرو ځوانو لوبغاړو تکړه دي

د هند کرکټ ملي لوبډلې دوه پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر او يوراج سينګ چې اوس د روډ سېفټي کرکټ لوبو کې لوبېږي، ثابته يې کړه چې اوس هم تر ډېرو ځوانو لوبغاړو تکړه دي او وړتيا لري چې شپږيزې ووهې او په کمو توپونو ډېرې منډې ترلاسه کړي.

په پرونۍ لوبه کې سچن ټنډولکر په ٣٧ توپونو چټکې ٦٠ منډې ترلاسه کړې دي او يوراج سينګ بيا په ٢٢ توپونو ٥٢ ناسوځېدلې چټکې منډې ترلاسه کړې دي چې په يو اور کې يې ٤ شپږيزې هم وهلي.

تېره ورځ د روډ سېفټي ورلډ سيريز په لړۍ کې ١٣مه لبه د انډيا ليجينډز او سويلي افريقا ليجينډز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لومړى هند توپوهنه ترسره کړه.

انډيا ليجينډز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې سچن ټنډولکر ٦٠، يوراج سينګ ٥٢ ناسوځېدلې او ايس بدرينات ٤٢ منډې وکړې.

د سويلي افريقا ليجينډز له خوا مونډي زونديکي ٢ او ګارنيټ کروګر ١ ويکټ واخيستې.

د ٢٠٥ منډو هدف په تعقيب کې د سويلي افريقا ليجينډز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٨ منډې وکړې، چې د ٥٦ منډو په هدف يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د سويلي افريقا ليجينډز لپاره مورن وان ويک ٤٨ او انډريو پوټيک ٤١ منډې وکړې.

د انډيا ليجينډز له خوا يوسف پټان ٣، يوراج سينګ ٢، پراګيان اوجها او وينى کمار ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يوراج سينګ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

اعجاز پټېل په هند کرکټ لوبډلې ریکارډ جوړ کړ

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې ورو توپ اچونکي اعجاز پټېل د هند په لوبډله ریکارډ جوړ …