کورپاڼه / جالب / پر کمپیوټر دغه جوړه شوې رسامي یا نقاشي په نهه شپېته (۶۹) میلونه لیلام شوې

پر کمپیوټر دغه جوړه شوې رسامي یا نقاشي په نهه شپېته (۶۹) میلونه لیلام شوې

یو امریکایي هنرمند پر کمپیوټر جوړه شوې هنري رسامي په نهه شپېته (۶۹) میلونه ډالرو لیلام کړه، ویل کېږي چې دغه هنري رسامي د (Everydays: The first 5000 days) په نوم په ډیجیټل ډول سره ترټولو لوړ بیه او ځانګړې رسامي یا نقاشي ده.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه هنري رسامي د بیپل جن لخوا چې اصلي نوم یې مایک انکلمین دی، تیاره شوې ده او په نهه شپېته (۶۹) میلونه ډالرو یې لیلام کړې.

بله خوا د کریسټي په نوم د لیلامۍ مدیریت وایي، چې بیپل له هغه دریو ژوندیو هنرمندانو څخه یو دی، چې ژوندوني یې رسامي یا نقاشي په دومره لوړ قیمت سره لیلام کېږي.

ویل کېږي چې بیپل له تېرو دوه نیمو لیسزو څخه د رسامۍ یا نقاشۍ کاروبار کوي یاهم له دې هنر سره سروکار لري او نهه دیرش کاله یې عمر دی، د خپل هنر او نقاشۍ په اړه وایي، چې دغه نقاشي یې د کمپیوټر په تصویري فارمټ جی پیګ باندې ترسره کړې او داسې ښکاري لکه پر کینوس چې یې نقاشي کړی وي.

یاده دې وي چې کینوس هغه نرۍ ټوټه یا کاغذ دی چې د نقاشۍ یا رسامۍ لپاره په کار وړل کېږي.

دا هم ولولئ

د هګیو ژېړ به مو لېدلي وي خو د هګیو تور به مو حیران کړي+ویډیو

پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې حیرانوونکې ویډیو خپره شوې، چې پکې د قاز مرغۍ له …