کورپاڼه / خپلواک / اسټراليا په لومړۍ لوبه کې سريلانکا په ستر توپير ماته کړه
ډيويډ وارنر

اسټراليا په لومړۍ لوبه کې سريلانکا په ستر توپير ماته کړه

د درې شل اوريزو لوبلړۍ په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې اسټراليا د سريلانکا لوبډلې ته د ۱۳۴ منډو په ستر توپير ماته ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د سريلانکا لوبډله اسټراليا ته د درې شل اوريزو لوبو لپاره په سفر تللې، چې د دغه لوبلړۍ لومړۍ شل اوريزه لوبه نن د اسټراليا په ايډلايډ کې ترسره شوه.

د لوبې پچه سريلانکا وګټله او لومړی يې د اسټراليا لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د اسټراليا له لوري ډيويډ وارنر، آرون فنچ او ګلين میکسويل په زړه پورې توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د اسټراليا منډې ۲۳۳ ته ورسولې، چې يوازې ۲ لوبغاړي يې وسوځېدل. ډيويډ وارنر په شل اوريزو لوبو کې خپله لومړۍ سليزه پوره کړه. نوموړي د ۴ شپږيزو او ۱۰ څلوريزو پر مټ په ۵۶ توپونو باندې ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز آرون فنچ ۶۴ او ګلين ميکسويل ۶۲ منډې وکړې.

د سريلانکا لکشن سنداکان او داسون شناکا ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۲۳۴ منډو هدف د سريلانکا لوبډلې لپاره يو لوی بلا شو او ډېره کمزورې توپوهنه يې پيل کړه. په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د سريلانکا لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۹۹ منډې وکړې او په ۱۳۴ منډو يې په لومړۍ لوبه کې ماته وخوړله. د سريلانکا لپاره تر ټولو زياتې ۱۷ منډې داسون شناکا وکړې.

د اسټراليا لپاره ادم زمپا ۳، پاټ کومينس ۲، مچل سټارک ۲ او اشټون اګر ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د درې لوبو په لوبلړۍ کې اسټراليا لومړۍ بريا خپله کړه. همدا راز ډيويډ وارنر په شل اوريزو لوبو کې خپله لومړۍ سليزه ووهله او د ښې توپوهنې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

د اسټراليا او سريلانکا لوبډلو ترمنځ دويمه شل اوريزه لوبه د اکتوبر په ۳۰مه نېټه په بريسبون کې ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …