کورپاڼه / روغتيا / د خوږو غذایي توکو استعمال څومره ګټور یا زیانمن وي؟

د خوږو غذایي توکو استعمال څومره ګټور یا زیانمن وي؟

هغه خواږه توکي چې موږ یې د اضافي خوږو شیانو په ډول سره خورو، بوره، شات او د مېوو جوس یې په سر کې ځای لري، چې په خوراکي توکو او مشروباتو کې د خوند د ډېرېولو لپاره استعمالېږي.

د پخوا وختونو په پرتله د خوږو شیانو استعمال لږ صحت دی او په اوسني دور کې همدغه خواږه شیان د روغتیا لومړنی دښمن ګڼل کېږي او ګنیو او مېوو څخه ترلاسه شوي د خوږو فرکټوز په ورځني ډول ۱۵۰ ګرامه استعمال د انسولینو حساسیت کموي.

بله خوا د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې په خوړو کې د خوږو استعمال یا طبیعي خوږوالی که ډېر شي هم دفاعي سیستم کمزوری کوي او د ناروغیو سبب کېږي. روغتیایي او د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې طبیعي خوږوالی، شکر یعنې فرکټور تر ډېره په خوږو مشروباتو، خوږو خوړو، پروسیس شوو غذایي توکو کې موندل کېږي، چې ډېر استعمال یې دفاعي سیستم کمزوری کوي او په ناروغیو یې اخته کوي، چې چاغښت، د شکر دویم ډول او د ځیګر اړوند ستونزې ډېروي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې هغه خوراکي توکي چې د فرکټوز درلودونکې وي میکروبونو ته وده ورکوي، چې دغه ستونزه د روغتیا اړوند خطرناکه نښه وي او د حجرو د ماتېدو سبب کېږي، چې بیا د ډېرو ناروغیو لامل کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د نوو زېږېدلو ماشومانو لپاره د لمر وړانګې څومره ګټورې وي؟

د لمر وړانګې زموږ د روغتیا لپاره ډېرې زیاتې ګټې لري او پر ځمکه د …