کورپاڼه / بېلا بېل / د لرغونو مصریانو دوه ډېر په زړه پوري او حیرانوونکې باورونه

د لرغونو مصریانو دوه ډېر په زړه پوري او حیرانوونکې باورونه

د لرغونو مصریانو لپاره ژوي یا حیوانات ډېر مهم ول، چې په همدې لړ کې یې د ډېرو حیواناتو عبادت یا لمانځنه هم کوله او په دې ټولو حیواناتو کې ورته پیشو ډېره محترم او د درناوي وړ وه.

مصریانو پیشو ته د ډېر عقیدت او مینې له مخې د خدای ګوټي (باسټیټ) مقام هم ورکړی و، دغه خدای ګوټی یې په انځورونو کې د نیمه پیشو او د نیمه ښځې په ډول سره راغلی، دوی په دې باور ول چې دغه خدای ګوټی یې له بدو روحونو او ناروغیو څخه ژغوري او په کور کې یې د ښځو او ماشومانو ساتنه کوي.

لرغوني مصریان له مرګ وروسته په ژوندي کېدو باوري ول، دوی داسې نظر درلود چې د مړ کېدونکی شخص لپاره په خوندي ډول سره تر هغې ځایه پورې د رسولو یواځینۍ لار داده چې د مړي جوړښت باید خوندي وساتل شي، نو ځکه خو یې د مړي د ساتلو لپاره سخت کارونه کول، چې تر دوه اویا ورځو پورې یې وخت نېوه.

کله چې به د یوه مړي بدن تیارېده، نو لومړی به یې ور څخه د بدن غړي ایستل او په لوښو کې به یې ایښودل، په دویمه مرحله کې به یې له بدن څخه ټوله نمي ایستل کېده او ددې لپاره به یې په یو ډول پوډري مالګه بدن ور پټاوه او له پنځه دیرشو تر څلویښت ورځو پورې به یې پرېښود ترڅو یې نمي ختمه شي، دغه راز له مړي سره به یې په تابوت کې سره زر او نور قیمتي توکي هم ایښودل ترڅو په راتلوونکې ژوند کې له ستونزو سره مخ نه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

تر نن ورځې پورې مو چای په غلط ډول تیاروو؛ کارپوهانو یې سمه طریقه وښوده

تر نن ورځې پورې موږ ټولو په یوه پیاله یا لوښې کې د ګرمو اوبو …