کورپاڼه / جالب / په امریکا یو داسې شرکت جوړ شوی، چې مړه شوي خلک په طبیعې سرې بدلوي

په امریکا یو داسې شرکت جوړ شوی، چې مړه شوي خلک په طبیعې سرې بدلوي

اوسمهال په نړۍ کې کارونه دومره ډېر شوي چې سړی د سر ګرولو ته هم نه وزګارېږي، خو ددې هر څه سره په دې وروستیو کې یو داسې کار مشهور شوی چې په اورېدلو به یې له حیرانۍ سره مخ شئ.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې په دغه کاروبار یا سوداګرۍ کې مړي طبیعي سرې ته اړوي، چې د لومړي ځل لپاره د امریکا د پلازمینې واشنګټن یو اوسیدونکې میکاه ټرومین رامنځته کړه.

ویل کېږي، کله چې میکاه ټرومین په دې پوه شو چې په واشنګټن کې مړي په طبیعي سرې بدلول په قانوني ډول سره جواز لري، نو دغه کار یې پیل کړ او په نږدې وخت یې دومره مینوال پیدا کړل چې نوموړي یې فکر هم نه شو کولی.

راپور زیاتوي چې په سلګونه کسان د خپلو خپلوانو جسدونه میکاه ته راوړي او په طبیعي سرې یې بدلوي. میکاه دغه کار په ۲۰۱۹ کال پیل کړی و، چې اوسمهال دومره مشهوره شوی چې ډېری کسانو دې کار ته لاس اچولی او د اوبو، لرګیو او نورو توکو په استعمالولو سره یې په سرې بدلوي او د یوه جسد په بدل کې تر درې نیم زره پونډو پورې روپۍ اخلي.

ویل کېږي هغه چې د خپلو، خپلوانو جسدونه یې په سرو بدل کړي وي، لاسته ورغلې سره ګلونو او چمنونو او د نورو بوټو په را شنه کولو کې استعمالوي.

دا هم ولولئ

یو شخص د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو هالیند ته لاړ شي، خو پایله یې بدله وه

یو شخص له ناجیریا څخه د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو په …