کورپاڼه / روغتيا / د سر د درد ترټولو آسانه او ارزانه درملنه

د سر د درد ترټولو آسانه او ارزانه درملنه

په اوسنۍ نړۍ کې تقریباً هر دویم شخص د سر د درد له ستونزو سره مخ دی، چې ډېر زیات سببونه لري او ترټولو لوی سبب یې د ګرمۍ شدت یا ډېروالی او د موبایل، ټابلیټ یا سکرین استعمالول دی، چې په هر عمر انسان کې عام وي.

په دفتر کې تر ډېره پورې په کمپیوټر کې کار کول دماغ او سترګې ستړې کوي او په پایله کې یې د سر درد سبب ګرځي، دغه راز د اوسني دور ډېری ماشومان چې تر ډېره پورې په موبایلو او ټابلیټ کې په ګیمونو او نورو کارونو بوخت وي، همدغه وسایل یې د سر درد سبب کېږي.

د سر درد لپاره ډاکتران د قیمتي درملو د استعمال لارښوونه کوي، چې زیانمن هم تمامېږي، نو په همدې موخه مو درته یوه داسې تجربه شوې او آسانه طریقه تیاره کړې، چې ذکر شوې ستونزه مو حلوي.

څو ټوټې یخ یا واوره به راواخلئ او په اوبو کې به یې واچوئ، کله چې اوبه یخې یا سړې شوې، نو خپل دواړه لاسونه به تر ډېره وخته په اوبو کې کېږدئ او په دې دوران کې به خپل لاسونه موټي کړئ او په دوامداره توګه به یې خلاصوئ او بندوئ او په همدې ډول به په پنځو دقیقو کې د سر له درد څخه آرام ترلاسه کړئ.

دا هم ولولئ

له لمر څخه د ویټامین ډي د ترلاسه کولو لارې چارې

ویټامین ډي یو له هغه غذایي توکو څخه دی چې د انسان بدن ورته ډېره …