کورپاڼه / بېلا بېل / ولسمشر په کابل کې د وزلوبې لپاره د معياري لوبغالي جوړولو امر وکړ
اشرف غني

ولسمشر په کابل کې د وزلوبې لپاره د معياري لوبغالي جوړولو امر وکړ

ولسمشر محمد اشرف غني د وزلوبې د دويم پړاو ليګ له لوبغاړو سره ليدلي دي او د دې تر څنګ يې ماليې وزارت ته دنده سپارلې ده، چې د وزلوبې د معياري لوبغالي لپاره بوديجه په پام کې ونيسي.

د ملي ټلويزيون د راپور په وېنا، ولسمشر غني په ارګ کې د وزلوبې د دويم پړاو ليګ له لوبغالي سره ناسته وکړه او هغوى سره يې په دې اړه خبرې هم وکړې.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وويل، چې له وزلوبې، نېزه بازۍ، اس او اس سوارۍ سره زموږ د خلکو اړيکه ډېره لرغونې ده او حکومت يې پاللو ته ژمن دى.

نوموړي همدا راز د ماليې وزارت ته دا دنده هم وسپارله چې په کابل کې د وزلوبې لپاره د يو معياري لوبغالي جوړولو په موخه دې د کال په منځ کې بوديجه په پام کې ونيسي.

په دې ناسته کې د ملي راډيو ټلويزيون مشر اسماعيل مياخېل وويل، چې د وزلوبې په دويم پړاو ليګ کې د ټول هېواد له ٣٠٠ څخه زياتو چاپ اندازانو په ١٦ لوبډلو کې ګډون کړى و.

د يادولو وړ ده چې د وزلوبې په دويم پړاو ليګ کې پايلوبه د کندهار او کندوز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پايلوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ د ٣-٣ سره مساوي شوه او دواړه لوبډلې د دې سياليو ګډې اتلې اعلان شوې.

دا هم ولولئ

ښځه او خاوند

د دريم ځل لپاره په کورونا اخته کېدو وروسته خاوند خپله ښځه طلاقه کړه

په اردن کې يو سړي خپله ښځه له دې امله طلاقه کړې ده، چې په …