کورپاڼه / خبرونه / د لوبې وروستۍ ورځ: زمبابوې ٧٢ منډې مخکې دى او ٢ لوبغاړي يې پاتې دي
زمبابوې او افغانستان

د لوبې وروستۍ ورځ: زمبابوې ٧٢ منډې مخکې دى او ٢ لوبغاړي يې پاتې دي

د زمبابوې لپاره کپتان سين ويليمس او ډونالډ ټريپانو تر سخت فشار لاندې هم ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او نه يوازې دا چې د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ منډې يې پوره کړې، بلکې ٧٢ منډې مخکېوالى هم لري.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دويمې ټېسټ لوبې په پنځمه ورځ هم د زمبابوې له خوا سين ويليمس او ډونالډ ټريپانو توپوهنه پيل کړه او ٦٤ منډې يې د غرمې ډوډۍ تر دمې پورې وکړې، چې ٧٢ منډې مخکېوالى يې ترلاسه کړ.

خو راشد خان بيا د ډونالډ ټريپانو ويکټ ترلاسه کړه او نوموړى د ٩٥ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده، چې اوسمهال سين ويليمس په ١٣٧ منډو ناسوځېدلى ولاړ دى او بليسنګ موزرباني په صفر ناسوځېدلى ولاړ دى.

زمبابوې به هڅه کوي چې ستر هدف وټاکي او لوبه د مساوي خواته بوځي، خو لا هم ډېره ورځ پاتې ده او په دويمه ټېسټ لوبه کې د افغانستان د بريا چانسونه بېخي ډېر دي.

د يادولو وړ ده چې افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٥٤٥ منډې کړې وې او خپله پاڼۍ يې ختمه کړې وه، چې زمبابوې بيا په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٨٧ او په دويمه پاڼۍ کې تراوسه پورې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٣٣٠ منډې کړې دي.

راشد خان بيا په دويمه پاڼۍ کې هم ښه توپ اچونه ترسره کړې ده او ٦ لوبغاړي يې سوځولي دي.

دا هم ولولئ

ډیلي دا ځل ممبۍ ماته کړه

ډیلي کاپیټلز چې تېر کال يې په څلورو لوبو کې له ممبۍ انډینز څخه ماتې …