کورپاڼه / خبرونه / افغانستان په دويمه ټېسټ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه
افغان لوبډله

افغانستان په دويمه ټېسټ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې په لوبه کښې توپوهنه او توپ اچونه ترسره کړه چې د ٦ ويکټو په توپير يې ماتې ورکړه او په لوبه کې يې بريا خپله کړه، له دې سره د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ مساوي شوه.

دا لوبه چې د مارچ په ١٠مه نېټه پيل شوې وه، په پنځمه ورځ پاى ته ورسېده.

په لوبه کې افغانستان پچه ګټلې وه چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٥٤٥ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ختمه کړه، حشمت الله شهيدي ٢٠٠ ناسوځېدلې، اصغر افغان ١٦٤، ابراهيم ځدراڼ ٧٢ او ناصر جمال ٥٥ ناسوځېدلې منډې وکړې.

زمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٨٧ منډې وکړې چې د فالو ان ښکار شوه، په لومړۍ پاڼۍ کې سکندر رضا ٨٥ او پرينس ماسويري ٦٥ منډې وکړې.

د افغانستان له خوا راشد خان ٤، حمزه هوتک ٣ او سيد شيرزاد ٢ لوبغاړي وسوځول.

زمبابوې په دويمه پاڼۍ کې ٣٦٥ منډې وکړې، چې سين ويليمس ١٥١ ناسوځېدلې او ډونالډ ټريپانو ٩٥ منډې وکړې. راشد خان بيا ٧ لوبغاړي وسوځول.

د زمبابوې د ١٠٨ منډو هدف افغانستان د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه. د افغانستان لپاره رحمت شاه ٥٨ او ابراهيم ځدراڼ ٢٩ منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه حشمت الله شهيدي او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه سين ويليمس ترلاسه کړه.

د ٢ ټېسټ لوبو لړۍ په ١-١ سره مساوي پاى ته ورسېده.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …