کورپاڼه / روغتيا / د پیازو د خوړلو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د پیازو د خوړلو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د ګرمۍ په موسم کې باید داسې خوراکي توکي شامل وي، چې په طبیعي ډول مو ګرم وساتلی شي، ځکه چې له اړتیا ډېره ګرمي د انسان روغتیا اغېزمنوي، د بدن اوبه برابرې ساتل او ښه خواړه په طبیعي ډول ګرمي له منځه وړي.

ځینې مېوې او سابه داسې ځانګړتیا لري چې د انسان بدن له ګرمۍ څخه ژغوري، چې په دې شیانو کې یو پیاز هم دي، چې خام او پاخه په دواړو ډولو یې خوړلی شو، پیاز پخپل جوړښت اوسپنه، انټي اکساید، اړین ویټامین او نور غذایي توکي لري، دغه راز فولیټ، ویټامین سي او ویټامین بي هم لري، نو راځئ چې د ګټو په باب یې دا لیکنه ولولو.

بدن ښه ساتي:

د اوړي په موسم کې له ګرمۍ څخه د ژغورلو لپاره د پیازو استعمال اړین وي ځکه چې پیاز سړې ځانګړتیاوې لري او داسې تېل لري چې د بدن تودوخه برابره ساتي، دغه راز د ویټامین سي کچه یې هم ډېره ده.

لوړ فشار کنټرولوي:

پیاز د وینې د فشار لپاره ګټور وي، ځکه چې په جوړښت کې یې پوتاشیم وي او پوتاشیم د وینې د فشار په برابر ساتلو کې مهم رول لوبوي او هغه کسان چې لوړ فشار لري پیاز دې د سلاد په ډول استعمال کړي.

د شکر ناروغانو لپاره ګټور وي:

د شکر ناروغان پخپلو خوراکي توکو پیاز شاملول شي، د پیازو ګلیسیمک انډیکس ۱۰ کم وي چې د شکر ناروغانو لپاره ښه وي او د کاربسو کچه یې کمه او د فایبرو یې بیا ډېره وي، چې په همدې ځانګړتیاوو په سبب یو غوره غذایي توکی دی.

د کولمو او زړه لپاره ګټور وي:

د پیازو فایبر او پري باییوټیک لري، چې د کولمو لپاره ګټور وي او د هضم لپاره هم ښه وي او د کلیسټرولو سطحه هم کنټرولوي او په دې ډول زړه ته اغېزمن تمامېږي او د ناروغیو مخه یې نیسي.

دا هم ولولئ

د زکام له ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره څه وکړو؟

کله چې هوا سړه شي او موسم بدل شي نو زیاتره خلک پر زکام، نزلې، …