کورپاڼه / خبرونه / راشد خان يو بل مهم ريکارډ په خپل نوم کړ
راشد خان

راشد خان يو بل مهم ريکارډ په خپل نوم کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي راشد خان د زمبابوې پر وړاندې په دويمه ټېسټ لوبه کې يو بل مهم ريکارډ په خپل نوم کړ.

نوموړي د زمبابوې پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې ٩٩.٢ اورونه ترسره کړل، چې په يويشتمه پېړۍ کې دا د يو توپ اچونکي له خوا تر ټولو زيات ترسره شوي اورونه دي.

دا لوبه چې د متحده عربي اماراتو په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، په پنځمه ورځ افغانستان د ٦ ويکټو په توپير زمبابوې ته ماتې ورکړه.

تر دې مخکې په ١٩٩٨ کال کې د سريلانکا پخواني مخکښ توپ اچونکي مرلي دهرن ١١٣.٥ اورونه ترسره کړي، چې دا لوبه يې د انګلستان پر وړاندې ترسره کړې وه.

خو په روانه پېړۍ کې بيا راشد خان تر ټولو زيات اورونه ترسره کړل.

راشد خان په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٦.٣ اورونه ترسره کړل چې ٤ لوبغاړي يې وسوځول او ١٣٨ منډې يې ورکړې، همدا راز په دويمه پاڼۍ کې بيا نوموړي ٦٢.٥ اورونه ترسره کړل چې ٧ لوبغاړي يې وسوځول او ١٣٧ منډې يې ترلاسه کړې.

په دويمه پاڼۍ کې د هغه له خوا ترسره شوې توپ اچونه په ټېسټ لوبو کې د يو افغان توپ اچونکي له لوري تر ټولو غوره توپ اچونه هم ده.

راشد خان په دويمه پاڼۍ کې ١٧ مېډين اورونه هم ترسره کړل.

د يادولو وړ ده چې راشد خان د افغانستان لپاره تر ټولو زياتې ټېسټ ويکټې هم ترلاسه کړي دي، نوموړي په ٥ لوبو کې ٣٤ لوبغاړي سوځولي دي، همدا راز ٢٥٥.٤ اورونه يې هم ترسره کړي دي.

له راشد خان وروسته بيا امير حمزه هوتک په ٣ ټېسټ لوبو کې ١٦ او يمين احمدزي په ٥ ټېسټ لوبو کې ١١ لوبغاړي سوځولي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …