کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان زمبابوې ته له ماتې ورکولو وروسته څه وويل؟
اصغر افغان

اصغر افغان زمبابوې ته له ماتې ورکولو وروسته څه وويل؟

افغانستان په دويمه ټېسټ لوبه کې زمبابوې ته د ٦ ويکټو په توپير ماتې ورکړه، چې په دې سره د ١-١ لوبو لوبلړۍ هم مساوي پاى ته ورسېده.

لوبډلمشر اصغر افغان د دويمې لوبې له بريا وروسته په خپلو خبرو کې وويل، چې دا لوبه ګټل زموږ لپاره ډېر مهم و، موږ له لومړۍ لوبې څخه ډېره زده کړه ترلاسه کړې وه.

نوموړي زياته کړه، چې زما لوبغاړو د توپوهنې په برخه کې ډېر ښه ثابت شو، حشمت ډېره ښه لوبه وکړه او ما هم خپله لوبه وکړه، ځينې وخت مې اټېکنګ هم وکړ.

اصغر افغان وايي، چې لومړۍ لوبې موږ ډېر مات کړو، خو موږ په ټېسټ لوبو کې نوي يو، په دې دواړو لوبو کې موږ ډېره زده کړه ترلاسه کړه.

هغه د راشد خان په اړه وويل، چې راشد خان بشپړ روغ نه و، د هغه ګوته ټپي و، خو هر کله چې هغه ته اړتيا پېښه شوې ده، نو هغه د هېواد لپاره ډېر څه کړي دي. د ټپي ګوتې سره ښه لوبه وکړه او زه ډېر کريډيټ هم هغه ته ورکوم.

د يادولو وړ ده چې په دويمه ټېسټ لوبه کې افغانستان د ٤ ويکټو په توپير ٥٤٥ منډې کړې وې چې بيا يې پاڼۍ ختمه کړه او په دويمه پاڼۍ کې يې بيا د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٨ منډې وکړې، زمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٨٧ او په دويمه کې ٣٦٥ منډې کړې وې.

حشمت الله شهيدي په دويمه پاڼۍ کې ٢٠٠ ناسوځېدلې منډې وکړې چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه، اصغر افغان بيا ١٦٤ منډې کړې وې او راشد خان بيا ١١ ويکټې واخيستې.

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ د لوبغاړو سره د قرارداد معلومات خپاره کړل، پوهېږئ تر ټولو ګرانبیه څوک دي؟

د هند کرکټ بورډ د هغه لوبغاړو نوملړ خپور کړ چې کلنی قرارداد يې ورسره …