کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د لومړي ځل لپاره پر هګیو د ناست ډیناسور پاتې شوني موندل شوي

د لومړي ځل لپاره پر هګیو د ناست ډیناسور پاتې شوني موندل شوي

په چین کې د لومړي ځل لپاره داسې هډوکي موندل شوي، چې له مخې یې معلومېږي چې ښځینه ډیناسور یا ډیناسوره پر هګیو ناست یا ناسته ده، چې نر ډیناسور یې هم ور نږدې دی او په هګیو کې دننه یې بچیان هم د فوسلونو په ډول لېدل کېږي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د چین په جنوبي ایالت جیانکشي کې یو الوتونکي ته ورته ډیناسور (اووي ریپټوروسارس) اسکلیټ موندل شوی، چې له مخې یې څرګندېږي چې دغه ډیناسور په هګیو ناست دی ځکه چې څلرویشت هګۍ هم ورسره موندل شوي او په ځینو کې د ډیناسور د بچیو هډوکي هم شتون لري.

یاده دې وي چې د ډیناسور او الوتونکو ترمنځ ډېر توپیر وي او په ځینو کې د الوتونکو په څېر نښې، نښانې هم شتون درلود.

ویل کېږي چې اووي ریپټوروسارس پر ځمکه له نن څخه وړاندې له پنځه شپتو څخه تر یو نیم سلو کلونو پورې ژوند کاوه او دغه موندل شوي فوسلونه بیا اویا میلونه کاله پخواني دي او دا هم معلومه شوې چې هګۍ یې په څومره تودوخه کې بچي زېږوي.

دا هم ولولئ

یوه داسې انقلابي ډیجیټل آله جوړه شوې چې تقریباً هر شی اندازه کولی شي

هغه کسان چې د سیول انجینرۍ او نورو ډیزاینونو د اندازه کولو لپاره له مختلفو …