د افغانستان کرکټ بورډ د دويمې ټېسټ لوبې پاى ته رسېدو سره سم د زمبابوې پر وړاندې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لپاره هم پنځلس کسيزه لوبډله اعلان کړه.
په دې لوبډله کې ورو توپ اچونکى قېس احمد، چې د ايرلېنډ پر وړاندې ښه ځلېدلى و، نه دى اخيستل شوى، مجيب الرحمان چې د افغانستان غوره توپ اچونکى دى هم په لوبډله کې نه دى شامل، همدا راز ابراهيم ځدراڼ، فضل حق فاروقي، فريد ملک او شرف الدين اشرف پکې شامل دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د غوراوي کمېټې د يو شمېر لوبغاړو د وېزو ستونزو سربېره هم دا لوبډله اعلان کړې ده، کرکټ بورډ د څه وخت راهيسې د ځينو لوبغاړو وېزو ته په تمه و.
د افغانستان ١٥ کسيزه لوبډله:
عثمان غني، رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکى)، ابراهيم ځدراڼ، حشمت الله شهيدي، افسر ځاځى، اصغر افغان (لوبډلمشر)، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، کريم جنت، حمزه هوتک، راشد خان، فضل حق فاروقي، نوين الحق، فريد ملک او شرف الدين اشرف.
د يادولو وړ ده چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ ٣ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې د روانې مياشتې په ١٧مه، ١٩مه او ٢٠مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.