کورپاڼه / خپلواک / پاکستاني کرکټر وسیم اکرم او ښځې يې فلمونو ته مخه کړه
وسيم اکرم او شنيرا اکرم

پاکستاني کرکټر وسیم اکرم او ښځې يې فلمونو ته مخه کړه

خپلواک وېبپاڼه (۲۷ اکتوبر ۲۰۱۹): د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر او چټک توپ اچوونکی وسيم کرم او ښځې يې اوس د فلمونو نړۍ ته هم مخه کړه.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، وسيم اکرم که څه هم له ډېر وخت راهيسې د ټلويزيوني خپرونو کوربه توب کاوه او اعلانونو کې يې هم کار کولو، خو اوس به ژر هغه په يوه پاکستاني فلم کې هم راښکاره شي.

عربۍ ورځپاڼې (ګلف نيوز) په خپل يو راپور کې ليکلي دي، چې پاکستانی چټک توپ اچونکی وسيم اکرم د پاکستاني فلمي ستوري فواد خان سره ډېر ژر په يوه کومېډي فلم کې راروان دی.

دوی په خپل راپور کې زياتوي، چې دغه فلم (مني بېک ګارنټي) نومېږي او فلم جوړونکی او اداکار فېصل قرېشي يې جوړوي. ويل کېږي په دغه فلم کې د وسیم اکرم او فواد خان تر څنګ نور ډېر ستوري هم شامل دي.وسیم اکرم او شنيرا اکرم ۱

همدا راز په (مني بېک ګارنټي) فلم کې د وسيم اکرم تر څنګ د هغې ښځه شنيرا اکرم هم کار کوي. همدا راز فېصل قرېشي نه يوازې دا چې د فلم ډايريکټر به وي، بلکې هغه به په فلم کې هم کار کوي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې د دغه فلم ثبت به په راتلونکې مياشت کې په کراچۍ کې پيل شي، چې له هغه وروسته به د فلم ټول ټیم تايلېنډ ته ځي او همدا راز ځينو نورو هېوادونو کې هم ښايي چې د دغه فلم ثبت وشي.

ويل کېږي چې د فلم د کيسې په تړاو تر دې مهاله پورې څه نه دي ويل شوي، خو ځينې کسان وايي چې ښايي فلم ټول کومېډي وي او په کومه ټولنيزه ستونزه باندې جوړ شوی وي.

د خپلواک وېبپاڼې يوټيوب چېنل:

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …