کورپاڼه / خبرونه / افغانستان کرکټ بورډ بشپړ غړيتوب لري، خو لوبغاړو ته وېزې نه شي اخيستى
ګلبدين نايب، حميد حسن، وقار، عظتمت او مجيب

افغانستان کرکټ بورډ بشپړ غړيتوب لري، خو لوبغاړو ته وېزې نه شي اخيستى

د افغانستان کرکټ بورډ اداره په دې وروستيو کې دومره بې باوره شوه، چې ان په خپل صلاحيت د لوبغاړو لپاره د هېوادونو وېزې هم نه شي ترلاسه کولاى.

کرکټ بورډ نن د زمبابوې پر وړاندې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه، خو په دې لوبډله کې يوازې هغه لوبغاړي شامل شوي دي، چې يا په متحده عربي اماراتو کې و او يا يې هم د اماراتو وېزې لرلې، هغه لوبغاړي چې وېزې يې نه لرلې، د ډېر انتظار وروسته هم له لوبډلې څخه پاتې شو.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله هم د وېزو د ستونزې يادونه کړې ده او ويلي يې دي، چې د وېزو د ستونزې سربېره يې بيا هم ١٥ کسيزه لوبډله اعلان کړه.

ځينې سرچينې وايي، چې د مجيب الرحمان، حميد حسن، وقار سلامخېل، ګلبدين نايب او عظمت الله عمرزي وېزې نه دي راغلي، که چېرته د دوى وېزې راغلې، نو دوى به هم وروسته اماراتو ته لاړ شي.

افغانستان ١٥ کسيزه لوبډله

همدا راز درويش رسولي او قېس احمد هم په دې لوبډله کې نه دي شامل او حشمت الله شهيدي، هم په لوبډله کې شامل شوى دى، چې د کرکټ شنونکو په وېنا، نوموړى د شل اوريزو لوبو لوبغاړى نه دى.

ځينې لوبغاړي يوازې له دې امله د ټېسټ سکواډ څخه په شل اوريزو سکواډ کې غوره شوي دي، چې تيار هلته په اماراتو کې دي او که پاتې لوبغاړي ورنغلل، نو په لوبډله کې به ولوبېږي.

زموږ د معلوماتو له مخې، تر دې مخکې هند هم د افغانستان ١٩ کلنو لوبغاړو ته وېزې ور نه کړې او د وېزو د نه ورکولو له امله د افغان ١٩ کلنې لوبډلې سفر هم پاتې شو.

د يادولو وړ ده چې د وېزو نه ورکولو ستونزه د کورونا ويروس له امله نه ده، ځکه هند او متحده عربي امارات ان عامو خلکو ته هم وېزې ورکوي، خو افغانستان چې بشپړ غړيتوب لري، بيا هم دومره بې باوره شوى دى، چې اوس نږدې هېوادونه هم وېزې نه ورکوي.

دا هم ولولئ

قېس احمد او سام بیلینګس

سام بیلینګس د کال د غوره لوبغاړي په توګه قېس احمد انتخاب کړ

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکي او ویکټ ساتونکي سام بیلینګس د کال د غوره …