د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند عامر خان وایي، چې له خپلې ملګرې هنرمندې جوهي چاولا سره یې له شپږو څخه تر اوو کلونو پورې خبرې نه وې کړې. د هندوستان ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي چې په ډېره عادي خبره یې له جوهي چاولا سره خبرې کول بند کړي وې او عامر خان او جوهي چاولا په بالیووډ کې خپل کیریر له (قیامت سی قیامت تک) څخه پیل کړ.
عامر خان وایي، چې د عشق د فلم د ثبت پرمهال یې په یوه عادي خبره له جوهي چاولا سره جنجال راغی او اراده یې وکړه چې په راتلوونکي وخت کې به هیڅکله له ملګرې اداکارې سره خبرې نه کوي او د فلم جوړولو پرمهال هم له جوهي چاولا څخه لېرې و، خو عامر خان پخپله رویه د حیرانۍ څرګنده کوي او وایي، چې دی نه پوهېږي چې ولې یې داسې رویه کوله، خو دی وایي چې شاید هغه وخت به یو څه ځان غوښتونکی و.
عامر خان زیاتوي، چې هغه وخت که چېرته جوهي چاولا یې څنګ ته راغلې وه، نو دی ورڅخه پورته کېده، نوموړی په خندا سره وایي چې له ملګرې اداکارې به پنځوس فوټه لېرې کېناست او هغه هم یوازې د کار اړوند.
ویل کېږي چې د جوهي چاولا او عامر خان ترمنځ ملګرتیا په ۲۰۰۲ کال هغه وخت پیل شوه، کله چې عامر له خپلې پخوانۍ میرمنې رینا دت څخه طلاق اخیست او جوهي چاولا د رینا دت ښه ملګرې هم وه او کله چې یې د طلاق په اړه خبر ترلاسه کړ، نو د خپګان سربېره یې بیاهم عامر خان ته زنګ وکړ او د لېدنې غوښتنه یې ورڅخه وکړه.
A 100 trees for Aamir. Looking back, I feel so happy, fortunate & blessed to have worked with Aamir, we had so many fun moments 😂😝so many…..did such wonderful work & made such memorable films together !!🤩🙏🌟Happy Birthday Aamir. @aamir_khan @ishafoundation #CauveryCalling pic.twitter.com/GlJUNSbF50
— Juhi Chawla (@iam_juhi) March 14, 2021
جوهي چاولا په دې هڅه کې وه چې د طلاق پرځای د عامر خان او رینا دت ترمنځ اختلافات له منځه یوسي، عامر خان په اړه وایي چې نوموړې ته معلومات ول چې زنګ یې نه پورته کوم خو بیا یې هم زنګ وواهه، عامر خان زیاتوي چې د جوهي چاولا له دې هڅې ورته معلومه شوه چې سره د دومره اختلافه یې بیاهم پر ملګرتیا اغېز ونه غورځېد.
عامر خان وایي، که څه هم یو له بل سره یې خبرې نه کولې خو بیاهم د یو بل په فکر کې ول، عامر خان د خپلې شپږ پنځوسمې کلېزې په مناسبت جوهي چاولا ته مبارکې ورکړې او وایي، چې ډېر خوش قسمته دی چې له ده سره یې کار کړی او د ښو خاطرو سربېره یې ښه فلمونه هم وړاندې کړي.