کورپاڼه / روغتيا / خپل غاښونه به څنګه صحت مند او روغ ساتو؟

خپل غاښونه به څنګه صحت مند او روغ ساتو؟

غاښونه د انسان د بدن مهم غړي دي، چې د روغتیا سربېره د انسان پر شخصیت هم اغېزې کوي، خو که چېرته غاښونه پاک او ځلېدونکي وي نو د انسان شخصیت هم ورسره ښه معرفي کوي او ددې لپاره اړینه ده، چې غاښونه هم د پوستکي په څېر ښه وساتل شي.

د غاښونو د روغتیا اړوند څو اړینې خبرې:

د غاښونو د پاکولو پرمهال باید د نرمو رېښو لرونکی برش وکاروو او په ورځ کې تر دریو ځلو پورې ووهو، دغه راز که چېرته مو د غاښونو ترمنځ څه شی ونښلي نو باید په یو کلک تار سره پاک کړو او هغه خواړه باید وخورو چې په ډېره اندازه ویټامین سي ولري.

د غاښونو د برش کولو څخه دمخه به لومړی غړغړه وکړئ ترڅو خوله مو پاکه شي او له دې وروسته تر دوو دقیقو پورې غاښونه برش کړئ ترڅو د کریمو ټولې اجزاوې د غاښونو ټولو برخو ته ورسېږي او له چینجن کېدو څخه وژغورل شي.

په پټکړي سره پاک کړئ:

پټکړی به میده کړئ او پوډر به ترې جوړ کړئ بیابه ترې لږ اندازه راواخلئ او په اوبو کې به یې واچوئ او غړغړه به یې کړئ.

دا هم ولولئ

د لېمو زړي د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې لري؟

لېمو یو له هغه خوراکي مېوو څخه ګڼل کېږي، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري، خو …