هند د ويراټ کوهلي او ايشان کشن په زبردسته توپوهنه د انګلستان څخه د لومړۍ نړيوالې شل اوريزې لوبې بدل واخيست او په دويمه لوبه کې يې ماتې ورکړه.
د هند او انګلستان ترمنځ دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه په احمد اباد کې ترسره شوه، د لوبې په پيل کې هند پچه وګټله او لومړى يې انګلستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
انګلستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې جېسن راى ٤٦، ايون مورګن ٢٨، ډيويډ ملن ٢٤ او بين سټوکس هم ٢٤ منډې وکړې.
د هند له خوا واشينګټن سندر او شردل ټاکر ٢-٢، بوينشور کمار او يوژيندرا چاهل ١-١ ويکټ واخيستې.
د ١٦٥ منډو هدف هند په ١٧.٥ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې ماتې ورکړه.
د دوى له خوا ويراټ کوهلي ٧٣ ناسوځېدلې، ايشان کشن ٥٦ او ريشب پانټ ٢٦ منډې ترلاسه کړې.
د انګلستان له لوري سام کران، کريس جورډن او عادل رشيد ١-١ ويکټ واخيستې.
د ٥ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه انګلستان او دويمه هند وګټله، چې لوبلړۍ د ١-١ سره مساوي دوه، دريمه لوبه به د مارچ په ١٦مه نېټه په احمد اباد کې ترسره شي.
د يادولو وړ ده چې دا د ايشان کشن لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه وه، چې د هند لپاره يې ترسره کړه، همدا راز سوريا کمار يادو هم نن لومړۍ لوبه ترسره کړه.