کورپاڼه / جالب / یو د ډېرې غټې خولې لرونکې عجیب الوتونکی + ویډیو

یو د ډېرې غټې خولې لرونکې عجیب الوتونکی + ویډیو

هسې خو هره ورځ په انټرنیټ نوې او په زړه پورې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي، خو دا ځل د امریکا یوې اوسیدونکې میرمنې د یو داسې الوتونکې ویډیو خپره کړې، چې په لېدلو به یې حیرانه شئ. په عام ډول کله چې د الوتونکي نوم واخیستل شي نو د دوه پنجو، مښوکې او د دوه وزرونو لرونکی مخلوق ذهن ته راشي او د الوتونکو خولې له بدني حجم څخه غټې نه وي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې یوې امریکایي میرمنې ویلي، چې کله له کوره بهر ووته نو په لرګي یې د غټې خولې او سترګو لرونکی عجیبه الوتونکی ناست ولید، دغه میرمن زیاتوي چې کله یې په الوتونکې سترګې ولګېدې نو ووېرېده او له موټر یې ټوپ کړ، خو وروسته یې له زړورتیا کار واخیست او ویډیو ترې وکړه او په ټولنیزو رسنیو یې خپره کړه.

میرمن وایي چې د لومړي ځل لپاره یې دغه مرغۍ لېدلې، نو ځکه یې هڅه کړې چې په نورو یې هم وویني او له نږدې یې ورڅخه ویډیو کړې ده.

بله خوا د الوتونکو د ډولونو څېړونکې وایي، چې د الوتونکو دغه ډول نسل ته پوټو ویل کېږي، چې په لږ شمېره موندل کېږي او د شپې پرمهال راوځي، دغه راز جنوبي امریکا یې کور ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …