کورپاڼه / اسلام / شپږمه برخه: هغه عملونه چې جنت ته د داخلېدو سبب کېږي

شپږمه برخه: هغه عملونه چې جنت ته د داخلېدو سبب کېږي

تر څلویښت ورځو پورې له اول تکبیر سره د پنځه وخته لمونځ ادا کول: حضرت انس بن مالک رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چا چې تر څلویښت ورځو پورې لمونځ په لومړني تکبیر سره په جماعت سره ادا کړ، نو هغه شخص به له دوو شیانو څخه ازاد وي یو اور او بل نفاق.

د نورو بخښل: حضرت معاذ بن انس رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، هغه څوک چې په انتقام اخیستلو یې لاس بر وي، خو انتقام وانخلي، نو د قیامت په ورځ به یې الله تعالی د ټولو مخلوقات ترمخ راوغواړي او د حورو او علمانو د انتخاب اختیار به ورکړي او له چاسره یې چې زړه وغواړي نکاح دې وکړي.

له کبر، خیانت او قرض څخه پاکوالی: حضرت ثوبان رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، هغه څوک چې له کبر، خیانت او قرض څخه پاک وي جنت ته به داخل شي.

د اذان ځواب ورکول: حضرت ابو هریره رضي الله عنه وایي چې موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، چې حصرت بلال پورته شو او اذان وکړ، کله چې حضرت بلال خاموش شو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، چا چې د اذان کوونکي په څېر کلمات په پوره یقین سره تکرار کړل هغه به جنت ته داخل شي.

دا هم ولولئ

هغه لومړني درې کسان چې دوزخ ته به ځي، څوک دي؟

د محشر په ورځ به الله تعالى له حساب وروسته خلکو ته د هغوى اعمالنامه …