کورپاڼه / روغتيا / آسانه او نامناسبه خواړه زموږ د روغتیا دښمن ګڼل کېږي

آسانه او نامناسبه خواړه زموږ د روغتیا دښمن ګڼل کېږي

یو متل دی چې ځان نه یي، جهان نه وي، یعنې د ژوند هره برخه په ښه ځان (ښې روغتیا) پورې اړه لري، که چېرته د یوه دننه او بهر روغتیا ښه وي نو ټول مسولیتونه او کارونه به په سم ډول پرمخ یوسي، خو که چېرته د ناروغۍ ښکار وي نو کارونه به یې هم د ستونزو ښکار وګرځي، چې په دې عواملو کې یو هم آسانه خواړه یعنې چپس، برګر او نور توکي شامل دي.

آسانه خواړه په ۱۹۵۰ کال په امریکا کې مشهور شول او نن سبا په هر هیواد کې مهم خواړه ګڼل کېږي، زموږ د خوراک عادت یې بدل کړی او په هر کور کې یې د ډېرو ښو خوړو ځای نېولی، خو باید ووایم چې خوراکي توکي د انسان د بدن لپاره اړین وي د یو ښه ژوند د تېرولو او د بدن د انرژۍ د پوره کولو لپاره د ښو خوړو استعمال ته اړتیا لېدل کېږي او ښه خواړه بیا خوراکي توکي وي چې پروټین، ویټامینونه، کلسیم، اوسپنه او مالګې ولري، خو له بد بخته نن سبا موږ ټول له مناسبو خوړو څخه ګټه اخلو، چې لوی سبب یې د آسانو خوړو د استعمال ډېرېدل دي، د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپور له مخې هر کال درې میلونه خلک د خرابو خوړو د استعمال په سبب له مړینې سره مخ کېږي.

روغتیایې کارپوهان په دې نظر دي چې آسانه خواړه، کیمیاوي خواړه او نامناسب خواړه د انسان روغتیا تر اغېزو لاندې راولي او په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي او له څېړنو هم ثابته شوې، چې د خوراک دغه عادتونه د چاغښت، شکر او د زړه د ناروغیو لامل کېږي.

نو موږ باید پخپلو خوراکي توکو کې د ساده غنمو ډوډۍ استعمال کړو ترڅو له غذایي توکو یې پوره ګټه پورته کړو، مېوې او سابه د خپل ژوند اړینه برخه وګرځوو، آسانه خواړه او نور نامناسب توکي چې په آسانۍ یې نه شو ترک کولی له استعمال سره یې باید احتیاط وکړو او هغه کسان چې په مکمل ډول یې د نامناسبو خوړو عادت خپل کړی وي، ډاکتر ته مراجعه وکړي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …