افغانستان تېره ورځ په دويمه ټېسټ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه، چې د ٢ ټېسټ لوبو لوبلړۍ يې ورسره مساوي وکړه، خو په دې بريا سره افغانستان دا ستر وياړ هم ترلاسه کړ، چې د ټېسټ ټولې لوبډلې يې شاته کړې.
د نړۍ سترې سترې د ټېسټ لوبډلې په دې نه دي توانېدلي، چې په کمو ټېسټ لوبو کې ډېرې برياوې خپلې کړي، خو افغانستان دا وياړ ترلاسه کړ.
افغانستان پرون خپله شپږمه ټېسټ لوبه ترسره کړه او دريمه بريا يې خپله کړه، چې له افغانستان پرته دا وياړ يوازې اسټراليا ترلاسه کړى دى، چې په ٦ ټېسټ لوبو کې يې ٣ برياوې خپلې کړې دي.
له هغه پرته نورې هغه لوبډلې چې په ٦ ټېسټ لوبو کې يې برياوې خپلې کړې دي، په هغوى کې انګلستان ٢، پاکستان او ويسټ انډيز ١-١ بريا خپله کړې ده.
همدا راز بنګله دېش، هند، نيوزيلېنډ، سويلي افريقا، سريلانکا او زمبابوې هغه لوبډلې دي چې په خپلو لومړيو ٦ ټېسټ لوبو کې يې هېڅ بريا نه ده خپله کړې.
Right up there with the best 👏
Afghanistan have made history by becoming the only team besides Australia to register 3️⃣ wins in their first 6 Tests 🙌
Their triumphs have come against 🇮🇪, 🇧🇩 and 🇿🇼 💥
Should 🇦🇫 be added into the ICC World Test Championship now❓#AFGvZIM pic.twitter.com/Oxjh7Up3kW
— Cricingif (@_cricingif) March 14, 2021