کورپاڼه / هنر او کلتور / ګوینده: اوس احساساتي نه یم، ډېر غوسه ناک او تریخ شوی یم

ګوینده: اوس احساساتي نه یم، ډېر غوسه ناک او تریخ شوی یم

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند ګوینده وایي، چې اوسمهال ډېر غوسه ناک او تریخ شوی، په داسې حال کې چې مخکینی ګوینده ډېر ښه او پاک و.

نوموړی وایي چې د فلم په صنعت کې یې پر وړاندې دسیسه شوې، چې په سبب یې ورته په فلمونو کې د ښه کردار د لوبولو وړاندیز نه کېږي او د فلمونو په خپرولو کې یې خنډ رامنځته کوي.

په یوه انټروۍ کې په ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ لسیزه کې د څو بریالیو فلمونو مرکزي اداکار وایي، چې نوموړی اوسمهال تر ډېره په سوداګریزو چارو کې بوخت دی او په احساساتي ډول د ستونزو حلول یې اوس عادت نه دی.

له اوه پنځوس کلن ګوینده څخه چې کله وپوښتل شول، چې ایا اوس وخت پر روحانیت باور لرې، نو ګوینده ورته په ځواب کې وایي چې نه اوس مهال یې کیسه بل ډول ده او ډېر زیات غوسه ناک او تریخ شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې اوسمهال مجلسونو ته هم ځي، سګریټ او شراب هم څښي، لومړی به یې احساساتي طبیعت په لار کې د خنډ ذامل کېدو، خو اوسمهال بیا احساساتي طبیعت نه لري او د حالاتو سره سم ډېر عملي او په کاروباري ډول سره چلند کوي.

دا هم ولولئ

ګجراج راو، ویکي ته: چې سیلفي وانخلم نو په واده کې ګډون نه کوم

د بالیووډ مشهور او تجربه لرونکي اداکار ګجراج راو د هندي اداکار ویکي کوشل په …