کورپاڼه / خپلواک / د (دهوم) په څلورم فلم کې اکشی کمار راروان دی
اکشی کمار

د (دهوم) په څلورم فلم کې اکشی کمار راروان دی

خپلواک وېبپاڼه (۲۷ اکتوبر ۲۰۱۹): د هندي سينما نامتو فلمي ستوری به د (دهوم) فلم په راروانه يا څلورمه برخه کې د ويلن يا بدمعاش رول ولوبوي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، په هندي سینما کې دا خبرې تودې دي، چې د يش راج فلم شرکت په (دهوم ۴) فلم لپاره اکشی کمار ته وړانديز شوی دی چې په دغه فلم کې د بدمعاش يا ويلن رول ولوبوي.

په راپورونو کې ويل شوي، چې اکشی کمار د رجني کانت په فلم (۲.۰) کې د ويلن يا بدمعاش تول ترسره کړ، چې د نوموړي دغه رول د ادتيه چوپړا ډېر خوښ شو. اوس ادتيه چوپړا د خپل راروان فلم (دهوم ۴) د بدمعاش د رول لپاره هم اکشی کمار غوره کړی دی.

ويل کېږي چې اکشی کمار او ادتيه چوپړا ترمنځ ۶ ناستې هم شوي دي او همدا راز نوموړي سره د فلم ټوله کيسه شريکه شوې ده. اکشی کمار به په دغه فلم کې د جرمونو د نړۍ د يوه ستر بدمعاش رول لوبوي.

هندي رسنۍ وايي، که هر څه همداسې پر مخ لاړل، نو ادتيه چوپړا او اکشی کمار به په ګډه د روان کال په پای کې د دغه فلم اعلان وکړي.

د يادولو ده چې تر دې مخکې د دهوم په درې فلمونو کې يې په لومړي کې جان ابراهيم، په دويم کې ريتيک روشن او په دریم کې بيا عامر خان د بدمعاش يا ويلن رول ترسره کړی و. همدا راز په دغه فلم کې د اتل رول چې د يو پوليس کردار دی، هغه ابيشيک بچن ترسره لوبوي.

د اکشی کمار نوی فلم چې تازه په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شوی، هغه د (هاوس فل ۴) فلم دی، چې دغه فلم تل بريا خپله کړې ده او څلورم فلم يې هم خلکو ډېر خوښ کړی دی.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …