کورپاڼه / ريکارډونه / ويراټ کوهلي لومړنى توپوهونکى شو چې نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ٣٠٠٠ منډې وکړې
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي لومړنى توپوهونکى شو چې نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ٣٠٠٠ منډې وکړې

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکى ويراټ کوهلي د نړۍ لومړنى توپوهونکى شو چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ٣٠٠٠ منډې وکړې.

نوموړي تېره ورځ دا هدف د انګلستان پر وړاندې په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې پوره کړ. دا د ويراټ کوهلي ٨٧مه لوبه وه، چې هغه په کې ٧٣ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ويراټ کوهلي په ٨٧ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٣٠٠١ منډې کړې دي، چې ٩٤ ناسوځېدلې يې زياتې منډې دي او ٢٦ پنځوسيزې يې هم وهلي دي، د هغه اوسط ٥٠.٨٦ دى او سټرايک رېټ يې ١٣٨.٣٥ دى.

له ويراټ کوهلي وروسته بيا د نيوزيلېنډ مارټين ګوپټيل په ٩٩ لوبو کې ٢٨٣٩ منډې کړې دي، چې ١٠٥ يې زياتې منډې دي، ٢ سليزې او ١٧ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

د هند روهيت شرما بيا په ١٠٨ لوبو کې ٢٧٧٣، د اسټراليا ارون فنچ په ٧١ لوبو کې ٢٣٤٦، د پاکستان شعېب ملک په ١١٦ لوبو کې ٢٣٣٥، محمد حفيظ په ٩٩ لوبو کې ٢٣٢٣، د انګلستان ايون مورګن په ٩٩ لوبو کې ٢٣٠٦، د اسټراليا ډيويډ وارنر په ٨١ لوبو کې ٢٢٦٥، د نيوزيلېنډ برينډن مکالم په ٧١ لوبو کې ٢١٤٠، د ايرلېنډ پال سټرلينګ په ٧٨ لوبو کې ٢١٢٤ او د افغانستان چټک توپوهونکي محمد شهزاد بيا په ٦٥ لوبو کې ١٩٣٦ منډې ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …