کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د نهنګ ماهي د ښکر پټ راز څرګند شو

د نهنګ ماهي د ښکر پټ راز څرګند شو

موږ پوهېږو چې د ونو دننه جوړېدونکې داېرې نه یوازې د ونو عمر معلوموي، بلکې د موسم حال احوال هم بیانولی شي، خو اوسمهال یو بله په زړه پورې موندنه شوئ او ویل شوي چې ښکر لرونکی نهنګ چې نار نهنګ ورته ویل کېږي، ښکر یې په اړه ډېر رازونه لري.

د یوې ونې د داېرو په څېر د نار نهنګ پر ښکر هر کال یوه داېره را پیدا کېږي او ددغې داېرې په مرسته نه یوازې دا چې د دغه نهنګ د خوراک او عادتونو په اړه معلومات ترلاسه کېږي، بلکې د شاوخوا د چاپیریال په اړه یې هم یو څه پوهه ترلاسه کولی شو.

په اړه د ډنمارک د ارهیس پوهنتون په لسو حیواناتو څېړنې کړې او ښکرونه یې کتلی او دغه حیوانات بیا هغه حیوانات ول چې د ښکار په سبب له منځه تللي ول، یاده دې وي هغه څه چې موږ یې ښکر بولي هغه د نر نهنګ غاښ دی چې د ښکر په ډول راوتلی وي.

د نهنګ د ښکر اوږدوالی له ۱۵۰ څخه تر ۲۴۰ سانتي میترو پورې او ټول ښکرونه یې په منځنۍ برخه څیري کړې ول او دننه برخه او داېرې یې وڅېړلې، نو و یې لېدل چې په ښکرونو کې یې کاربن او نایتروجن شتون درلود او له دې څخه معلومه شوه چې نهنګ به د سمندر په پرانیستې ساحه کې ژوند کاوه او که په واورینو ساحلي برخو کې شپې او ورځې سبا کولې.

وروسته له څېړنو معلومه شوه چې له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰ کاله پورې نهنګ د واورې له کمښت سره مخ ول او په دې حالاتو کې یې خوراکي عادتونه هم بدل کړي ول، څېړونکې وایي چې له دې جالبې څېړنې یې د نهنګ د خوراک، بقا او نورو عادتونو په اړه ډېر څه ترلاسه کېدلی شي.

دا هم ولولئ

یوه داسې انقلابي ډیجیټل آله جوړه شوې چې تقریباً هر شی اندازه کولی شي

هغه کسان چې د سیول انجینرۍ او نورو ډیزاینونو د اندازه کولو لپاره له مختلفو …