کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د بيټکوين يوه سيکه له ٦٠ زرو ډالرو هم پورته شوه
بيټکوين

د بيټکوين يوه سيکه له ٦٠ زرو ډالرو هم پورته شوه

د کرپټو کرنسي مشهورې سيکې بيټکواين په ارزښت کې ورځ تر بلې زياتوالى راروان دى او اوس د دې يوې سيکې بيه له ٦٠ زره امريکايي ډالرو هم پورته شوه.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، ډيجيټل کرنسي بيټکوين ورځ تر بلې ارزښت پېدا کوي او نوي نوي ريکارډونه جوړوي، چې اوس د يوې سيکې بيه تر ٦٠ زره امريکايي ډالرو هم پورته شوې ده.

په دې انلاين کرنسۍ کې نه يوازې دا چې ډېرو سترو او مشهورو شرکتونو پانګونه کړې ده، بلکې ډېرو شرکتونو دا په خپلو سيسټمونو کې شامله کړې ده، يعنې د بيټکوين له لارې دغلته خلک پېرل کولاى شي.

بيټکوين چې په ٢٠٠٩ کال کې جوړ شوى و، په بيه يا ارزښت کې يې وخت نا وخت پورته والى او ښکته والى راغلى و، خو په دې وروستيو کې ورځ تر بلې پورته روانه ده او هېڅ ښکته نه راځي.

ايلون مسک چې څه وخت لپاره د نړۍ تر ټولو شتمن کس هم و، هغه هم په بيټکوين کې ډېره پانګونه کړې ده او د هغې له امله هم د دې کرنسۍ ارزښت بېخي لوړ شوى دى.

دا هم ولولئ

فیسبوک د نوم له بدلون وروسته په وټساپ کې هم بدلون راغلی

د فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زکربرګ د اکتوبر ۲۸مه نېټه د خپل شرکت نوم بدل …