کورپاڼه / هنر او کلتور / سردار علي ټکر: ((اشرف غني ويلي دي چې غني خان لولم او سردار علي ټکر اورم))
اشرف غني، غني خان او سردار علي ټکر

سردار علي ټکر: ((اشرف غني ويلي دي چې غني خان لولم او سردار علي ټکر اورم))

د پښتو ژبې مشهور سندرغاړى سردار علي ټکر وايي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د هغه ويل شوې سندرې اوري او مشهور شاعر غني خان لولي.

سردار علي ټکر وايي، چې دا خبرې ولسمشر محمد اشرف غني له هغه پلاوي سره کړي دي، چې په دې وروستيو کې له پښتونخوا څخه افغانستان ته تللى و.

سردار علي ټکر په خپله ټويټرپاڼه کې په يو ټويټ کې د محمد اشرف غني، غني خان او خپل عکس خپور کړى دى او ليکلي يې دي: ((د پښتونخوا نه راغلي وفد سره د خبرو اترو په وخت د افغانستان ولس مشر محترم اشرف غني ويلي دي چې غني خان لولم او سردار علي ټکر اورم.))


سردار علي ټکر د پښتو ژبې له مشهورو سندرغاړو څخه دى، چې په لر و بر کې ډېر اورېدونکي لري، په ځانګړې توګه هغه د غني خان ډېره شاعري په خپل غږ کې ويلې ده.

د يادولو وړ ده چې په کابل کې د سولې يو کنفرانس لپاره د پښتونخوا څخه يو شمېر سياستوال او مدني فعالان راغلي و، چې هغوى بيا له ولسمشر اشرف غني سره هم ليدلي و.

دا هم ولولئ

عامر خان او رنبیر کپور په ګډه د فلم جوړولو هوکړه کړې

د بالیووډ مسټر پرفیکشنست عامر خان او رنبیر کپور د لومړي ځل لپاره په ګډه …