د ګردو ناروغي چې یو له سختو ځوروونکو او دردوونکو ناروغیو له جملې څخه ده، ډېر زیات سببونه یا عوامل لري، خو اوسمهال د یوې وروستۍ څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه کسان چې د ګردو په ناروغیو اخته وي، که چېرته په منظم ډول سره ورزش وکړي، نو ډېره زیاته ګټه ور اړولی شي.
د څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه کسان چې متحرک ژوند لري، د ګردو د ناروغیو امکانات یې بېخي کم وي، دغه راز هغه کسان چې ورزش کوي د زړه د ناروغیو د کمښت سربېره دفاعي سیستم یې هم پیاوړی وي او له ناروغیو سره یې د مقابلې وړتیا ډېره وي.
دغه څېړنه د پښتورګو یا ګردو د نړیوالې ورځې په مناسبت په اروپایي ژورنال پریوینټو کارډیالوژۍ کې چاپ شوې او دغه ژورنال د اروپایي ټولنې د کارډیالوژۍ ژورنال دی.
یاده دې وي چې د روغتیا نړیوالې ادارې د بالغو کسانو لپاره د روغ او صحت اوسېدلو لپاره په بدني یا جسماني ډول د متحرک کېدو لپاره په اوونۍ کې لږ تر لږه تر یو سلو پنځوس دقیقو په برابر ډول سره د قدم وهنې یاهم لږ تر لږه د پنځه اویا دقیقو د تېزې منډې وهلو لارښوونه کړې ده.