کورپاڼه / روغتيا / په نړۍ د غبرګونو ماشومانو د زېږېدلو کچه ترټولو لوړې سطحې ته رسېدلې

په نړۍ د غبرګونو ماشومانو د زېږېدلو کچه ترټولو لوړې سطحې ته رسېدلې

په نړۍ د غبرګونو ماشومانو د زېږېدلو کچه ترټولو لوړې سطحې ته رسېدلې او په هرو څلویښتو ماشومانو کې یې یو غبرګونی زېږېدلی دی.

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې هر کال په ټوله نړۍ کې ۱.۶ میلونه ماشومان په غبرګوني ډول سره زېږېږي او د غبرګونو ماشومانو د زېږېدلو یو لوی سبب د تولیدي عمل پرمهال د ټیکنالوژۍ استعمال په ګوته شوی.

ویل کېږي چې له ۱۹۷۰ کال را په دېخوا د تولیدي عمل د ټیکنالوژۍ (ای ار ټي) په استعمال کې ډېروالی راغلی او هغه میرمنې چې په ډېر عمر کې امیندوارې کېږي، هم یې د غبرګونو ماشومانو د زېږېدو امکان ډېر وي.

د انګلیستان د اکسفورډ پوهنتون استاد کرسچین مونډین وایي، چې د شلمې پېړۍ له نیمایي څخه تر اوسه پورې د غبرګونو ماشومانو شمېر ترټولو زیات دی.

ویل کېږي چې دغه څېړنه یې په یو سلو پنځه دیرش هیوادونو له ۲۰۱۰ کال تر ۲۰۱۵ کال پورې ترسره کړې او ذکر شوې پایلې یې ترلاسه کړي. څېړنه وایي چې د غبرګونو ماشومانو د پیدایښت شمېر په افریقا کې ترټولو ډېر دی.

بله څېړونکو په غریبو هیوادونو کې د غبرګونو ماشومانو په ډېرېدو اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په غریبو هیوادونو کې باید د غبرګونو ماشومانو زېږېدو ته پاملرنه وشي.

د څېړنې لیکوال جیرن سمټس وایي، چې په افریقا کې هر کال په غبرګونو ماشومانو کې یې یو د پیدایښت په لومړي کال مري او په هرو دوو کلونو کې درې زره ماشومان له مړینې سره مخ کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …