کورپاڼه / جالب / په دې ریسټورانټ کې له مشهورو شخصیتونو سره یوځای ډوډۍ خوړلی شئ

په دې ریسټورانټ کې له مشهورو شخصیتونو سره یوځای ډوډۍ خوړلی شئ

ممکن تاسې یې د کاروبار په اړه د اعلان یو تاکتیک یا بل څه وګڼئ، خو د نیویارک په یو ریستورانټ کې د ټولنیز واټن په سبب د یواځیتوب د له منځه وړلو لپاره د مشهور شخصیتونو مجسمې ایښودل شوي او پیرېدونکي کولي چې ورسره کېني او له خوراکي توکو څخه خوند واخلي.

د نیویارک په بروکلین سیمه کې د پیټر لیوګر سټیک په نوم یو ریسټورانټ کې په یو وخت څو پیرېدونکي ورته راتللی او کېناستلی شي ځکه چې دغه ریسټورانټ د ټولنیز واټن ټول اصول مراعات کړي، خو اوسمهال یې د مشهور موزیم مادام تساو څخه په پور باندې مجسمې را اخیستي او د پیرېدونکو د تنهایۍ یا یواځیتوب احساس یې له منځه وړی.

په دې ریسټورانټ کې یوه مجسمه د جان هام ده، چې جام یې په لاس کې لېدل کېږي او نورو مشهور شخصیتونو لکه مایکل سټران، جمي فیلون، ایل راکر او اډري هیپبرن مجسمې هم په ځانګړي ډول سره لېدل کېږي. ویل کېږي چې دغه مجسمې یې د فبرورۍ په یوویشتمه نیټه راوړې وې.

له دې وړاندې د نیویارک ادارې ویلي ول، که چېرته په یو ریسټورانټ کې سل کسان ځاییږي، نو پنځه ویشت دې پرېښودل شي، چې بیا دغه شمېر پنځه دیرش ته پورته شو. یاده دې وي چې دغه مجسمې د څو ورځو لپاره ایښې وي او اوسمهال د ذکر شوي موزیم په واک او اختیار کې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …