کورپاڼه / روغتيا / له پنځو ساعتونو لږ او له نهو ساعتونو ډېر خوب د روغتیا لپاره زیانمن وي؟

له پنځو ساعتونو لږ او له نهو ساعتونو ډېر خوب د روغتیا لپاره زیانمن وي؟

د یوې نوې څېړنې له مخې خبرداری ورکړل شوی، چې د شپې پرمهال پنځه ساعته یاهم له دې کم خوب کول د دماغي ناروغۍ ډیمینشیا خطر دوه برابره ډېروي او له نهه ساعتونو څخه ډېر خوب یې هم خطرناک ګڼلی.

ویل کېږي چې د څېړنې لپاره یې په بوسټن کې له پنځه شپېتو څخه د ډېر عمر لرونکي دوه زر اته سوه دولس کسان وڅېړل او وروسته له څېړنو معلومه شوه چې پنځه ساعته یاهم له دې لږ خوب کول د ډیمینشیا ناروغۍ خطر دوه برابر کوي او د ډیمینشیا ناروغۍ په سبب د ناروغ شخص حافظه سخته اغېزمنه کېږي، خو اته ساعت خوب کول یې بیا د روغتیا لپاره ګټور ګڼلی.

د امریکا ملي روغتیایي خدمتونو هم منلې، چې بالغو کسانو ته له شپږو څخه تر نهو ساعتونو د خوب اړتیا وي او له پنځه شپېته کلنۍ څخه ډېر عمر لرونکړ ته یې له اوو څخه تر اتو ساعتونو د خوب لارښوونه کړې.

د څېړنې مرکزي څېړونکی ډاکتر ریبکا روبنز وایي، چې دا څېړنه یې د خراب خوب او د ډیمینشیا څخه د پیدا کېدونکو خطرونه ترمنځ اړیکه واضح کوي، نوموړی زیاتوي چې د ډېر عمر لرونکي کسان مناسب آرام ته اړتیا لري او د شپې پرمهال په بشپړ ډول ویده کېدل اړین وي.

الزایمر:

څېړونکو واضحه کړې چې په خوب کې خلل او د خوب ډېروالی د الزایمر یعنې د حافظې اړوند ناروغیو ته وده ورکوي.

د څېړنې سببونه:

څېړونکو خپله څېړنه نیمګړې یا محدوده ګڼلې او ویلي چې په پوره باور دا نه شي ویلي، چې خراب کول د ډیمینشیا سبب کېږي او وایي چې په ډېر عمر لرونکو کسانو کې د خوب، ډیمینشیا او مړینې ترمنځ د اړیکو څېړلو لپاره نورو څېړنو ته اړتیا ده.

له نهو ساعتونو څخه د ډېر خوب کولو خطرونه:

په ۲۰۱۹ کال د یوې څېړنې له مخې معلومه شوه، هغه کسان چې د شپې پرمهال نهه ساعته یاهم له دې څخه ډېر خوب کوي، په حافظه او د ژبې په مهارت کې یې کمښت رامنځته کېږي او ډیمینشیا خطر یې هم ډېرېږي.

دا هم ولولئ

د روژې نېولو حیرانووکې ساینسي یا روغتیایي ګټې

د اسلام په مبارک دین یوه میاشت په بشپړ ډول د روژو لپاره ټاکل چې …