کورپاڼه / روغتيا / د ګنیو د استعمال داسې حیرانوونکې ګټې چې کله به مو نه وي لوستي

د ګنیو د استعمال داسې حیرانوونکې ګټې چې کله به مو نه وي لوستي

که چېرته ګنیو ته خوندور طبیعي روغتیا بخښوونکی مشروب یا څښاک وویل شي، نو غلطه به نه وي، د ګنيو فصل په عموم کې د ژمي په موسم کې تیارېږي، خو خپله ګني او اوبه یې بیا د کال په ټولو موسمونو کې استعمالېږي.

د ګنيو اوبه په ژمي کې په بې شمېره طریقو سره استعمالېږي او د اوړي په موسم کې د موسمي اغېزو د لېرې کولو لپاره غوره انتخاب ګڼل کېږي، دغه راز ګني له غوره خوراکي توکو څخه دي چې په سلو ګرامو کې ۲۶۹ کالوري لري او د ویټامینونو او منرالونو له لحاظه په سل ګرامو ګنیو کې ۵۸ ملي ګرامه سودیم، ۶۳ ملي ګرامه پوتاشم، ۷۳ ګرامه کاربوهایډریټ، ۷۳ ګرامه شکر او ۱۹ سلنه کلسیم لري او کوبالیټ، کاپر، کرومیم، میګنیزیم، فاسفورس او زنک یې هم په جوړښت کې شتون لري.

دغه راز په ویټامینونو کې ویټامین ای، ویټامین سي، ویټامین بي ۱، ویټامین بي ۲، ویټامین بي ۳، ویټامین بي ۵ او ویټامین بي ۶ په ګډون پروټین، انټي اکساید او ډایټري فایبر هم لري.

د ګنیو اوبه ډېرې زیاتې ګټې لري چې د پوستکي ناروغي، نزله، زکام، د معدې میکروب، د اوبو کمښت، سرطاني ناروغیو او د ګردو د ناروغیو څخه مخنیوی کوي، انسان ته سمدستي انرژي ورکوي او دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ور په برخه کوي.

دغه راز د ستوني اړوند ناروغیو او د نیم سري لپاره ګټور وي، د تبې لپاره اغېزمن وي، عضلو ته قوت ورکوي، بدن ته ګلوکوز برابروي، د زېړي لپاره غوره انتخاب ګڼل کېږي، د خېټې ناروغیو په ځانګړي توګه قبض له منځه وړي، د زړه ناروغیو ته اغېزمن وي او کلیسټرول لوړېدو ته نه پرېږدي، هډوکو ته پیاوړتیا ورکوي، د بدن وینه پوره کوي او د خولې بوی هم ورکوي.

یاده دې چې زیاتره د ګنیو ماشینونه لرونکي کسان د پاکوالي خیال نه ساتي، چې بیا خطرناک تمامېږي او له دوو پیالو څخه ډېر یې څښل هم زیانمن وي او د شکر ناروغان دې له ډاکتر سره مشوره وکړي.

دا هم ولولئ

د لېمو زړي د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې لري؟

لېمو یو له هغه خوراکي مېوو څخه ګڼل کېږي، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري، خو …