کورپاڼه / بېلا بېل / د پښتنو ځانګړى واده؛ چې ناوې په ولور کې له خاوند نه کتابونه وغوښتل
نايله شمال ساپۍ او سجاد ژوندون

د پښتنو ځانګړى واده؛ چې ناوې په ولور کې له خاوند نه کتابونه وغوښتل

د خېبر پښتونخوا په مردان سيمه کې تېره ورځ د پښتنو په تاريخ کې په لومړي ځل داسې ځانګړى واده ترسره شوى دى، چې ناوې پکې د خپل خاوند نه په ولور (د مهر حق) کې د کتابونو غوښتنه کړې ده.

دا ناوې چې نايله شمال ساپۍ نومېږي، په ولور کې يې د خپل خاوند سجاد ژوندون څخه د سل زره پاکستاني روپيو د کتابونو غوښتنه کړې ده.

سجاد ژوندون په پښتو ژبه کې دوکتورا کړې ده او نايله شمال ساپۍ اوس مهال د دوکتورا زده کوونکې ده.

له بي بي سي اردو سره په خبرو کې نايله شمال ساپۍ ويلي دي، چې ټوله کوټه يې د کتابونو څخه ډکه ده او دا هغه کتابونه دي چې د خپل خاوند نه يې په ولور کې غوښتي و.

هغه زياتوي، چې ځينې کتابونه يې په الماريو کې ايښي دي خو ځينې اوس هم په کارټنونو کې پراته دي او د واده د چارو له ختمېدو وروسته به يې هغه سمبال کړي.

بلخوا سجاد ژوندون له بي بي سي اردو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې کله هغه خبر شو چې ناوې يې ترې په ولور کې د کتابونو غوښتنه کړې ده، نو ډېر خوشحاله شو، چې په ولور کې د پېسو غوښتلو رواج خو بدل شو.

نکاح خط

د سجاد ژوندون او نايله شمال ساپۍ هغه نکاح خط چې په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده، د ولور په خانه کې پکې ليکل شوي دي، چې د يو لک پاکستاني روپيو کتابونه.

نايله شمال ساپۍ وايي، چې هغې ته کله نکاح خط ورکړل شوه، نو ورته وويل شول چې پنځلس دقيقې وخت لرې، چې هر څه غوښتنه لرې پکې يې وليکه، هغه وايي ما پکې د کتابونو غوښتنه وکړه.

دا هم ولولئ

کيوبا

کورونا کې بېکارو ځوانانو په کتارونو کې د درېدو کاروبار پيل کړ

د کورونا له امله په کيوبا کې د خوراکي توکو ترلاسه کول ډېر سخت ګرځېدلي …