کورپاڼه / هنر او کلتور / ثنا خان: د فلمي نړۍ پرېښودو پرېکړه اسانه نه وه
ثنا خان ٤

ثنا خان: د فلمي نړۍ پرېښودو پرېکړه اسانه نه وه

د هندي فلمونو پخوانۍ اداکاره او موډله ثنا خان چې تېر کال يې د اسلام د خاطره فلمي نړۍ پرېښوده، وايي چې د فلمي نړۍ پرېښودو په اړه يې ډېره موده فکر کړى و او دا پرېکړه د هغې لپاره اسانه نه وه.

ثنا خان په خپل انسټاګرام اکاونټ کې يو عکس خپور کړى دى، چې يوه نجلۍ اينې ته ولاړه ده او لوپټه يې نشته، خو په اينه کې چې کومه نجلۍ ليدل کېږي، د هغې لوپټه په سر ده.

په دې عکس باندې په انګليسي ژبه کې ليکل شوي دي: ((د خپل ځان د بدلون په اړه ويره مه لره او نه هم د خلکو له نيوکو پرېشانه کېږه، بس دا په ياد وساته چې ستا لپاره الله تر ټولو مهم دى.))

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Saiyad Sana Khan (@sanakhaan21)


ثنا خان ليکي، زما لپاره دا بدلون اسانه نه و، ما ډېره موده په دې اړه فکر کړى و او شېطان هم زما په زړه کې ډېره ويره پېدا کړې وه، چې بايد ځان بدل نه کړم.

نوموړې زياتوي، زما هغه ټولې خويندې، چې د الله لپاره غواړي چې خپل ځانونه بدل کړي، هغوى دې ژر تر ژر ګام پورته کړي او ناوخته کوي دې نه.

ثنا خان وايي، د خلکو خوښه د لږ وخت لپاره ده او د الله تعالى خوښه د ټول عمر لپاره ده، نو د خلکو پر ځاى الله تعالى خوشحاله کړئ.

نوموړې همدا راز ليکي، چې هغه خلک چې د خپل اخرت په اړه فکر نه کوي، نو له هغوى نه غوښتنه کوم، چې په دې اړه فکر وکړي، دا به ستاسې د ژوند تر ټورو غوره پرېکړه وي.

په پاى کې ثنا خان ليکلي دي، چې الله تعالى دې موږ ذريعه وګرځوي چې يو بل ته سمه لاره وښايو.

د يادولو وړ ده چې ثنا خان تېر کال فلمي نړۍ پرېښوده او د ګجرات اوسېدونکي مفتي انس سره يې واده وکړ. هغې د بيګ باس د ٦م پړاو څخه ډېر شهرت ترلاسه کړى و، چې بيا يې د اسلام په خاطر فلمي نړۍ پرېښوده.

دا هم ولولئ

غزال عنايت

غزال عنايت: يوه مافيايي ډله هڅه کوي چې زه له موسيقۍ او هنره لاس واخلم، ايا زه يې په وړاندې چوپ پاتې شم؟

د هېواد مشهوره سندرغاړې غزال عنايت وايي، چې يوه مافيايي ډله په دې هڅه کې …