کورپاڼه / خبرونه / د زمبابوې پر وړاندې د حميد حسن په ګډون ٥ نور لوبغاړي هم شامل شو
وقار سلامخېل، مجيب الرحمان، حميد حسن، ګلبدين نايب او عظمت الله عمرزى

د زمبابوې پر وړاندې د حميد حسن په ګډون ٥ نور لوبغاړي هم شامل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو سياليو ته په لوبډله کې پنځه نور افغان لوبغاړي هم شامل کړل، چې متحده عربي اماراتو کې به له لوبډلې سره يو ځاى شي.

کرکټ بورډ پرون ١٥ کسيزه لوبډله اعلان کړې وه، چې دا پنځه لوبغاړي پکې نه و شامل، خو کرکټ بورډ ويل، چې د دوى د وېزو ستونزه ده او که يې د وېزو ستونزه حل شوه، نو به دوى هم اماراتو ته لاړ شي.

اوس تازه کرکټ بورډ ويلي دي، چې تېره شپه ناوخته د حميد حسن، ګلبدين نايب، مجيب الرحمان، وقار سلامخېل او عظمت الله عمرزي د وېزو ستونزه حل شوې ده او دوى هم په سکواډ کې شامل شو.

لومړي څلور به نن متحده عربي اماراتو ته لاړ شي او عظمت الله عمرزى به بيا سبا له کابل څخه متحده عربي اماراتو ته ځي او هلته به د لوبډلې سره يو ځاى کېږي.

د قېس احمد او درويش رسولي په څېر لوبغاړي په کور ناست دي، خو د اصغر افغان خوريى وقار سلامخېل بيا په ملي لوبډله کې لوبېږي، قېس احمد نه يوازې دا چې ښه توپ اچونه کوي، بلکې د اړتيا پر وخت توپوهنه هم کولاى شي او په ډګرساتنه کې هم تکړه دى.

دا په داسې حال کې ده چې حميد حسن څو کاله کېږي د افغانستان لپاره شل اوريزه لوبه نه ده ترسره کړې، خو هغه د دې تر څنګ بيا کمنټېټر هم دى او د توپ اچونکې سلاکار هم دى او په لوبډله کې هم لوبېږي.

د کرکټ بورډ له ماشومانه پرېکړو، نا پلان شويو کارونو څخه معلومېږي، چې په کرکټ بورډ کې داسې خلک واکمن دي، چې ورځ تر بلې کرکټ او اداره د تباهۍ کندې ته ورروانه کړې ده.

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز؛ د افغانستان تر ټولو فيټ لوبغاړى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان، چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز د …